جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهپه تورخم ښارګوټي کې ۲۰ کمېشنکاران نیول شوي

په تورخم ښارګوټي کې ۲۰ کمېشنکاران نیول شوي

تاند (چهارشنبه د قوس ۵) په تورخم ښارګوټي کې ۲۰ تنه د باج اخیستنې او کمیشنکارۍ په تړاو نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کشف او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې څو کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې د ګمرک د مؤظفینو او کمېشن کارانو په ګډون د مالي فساد او له سوداګریزو محمولو د باج اخیستنې په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي له یادو کسانو څخه یوه اندازه نغدې پیسې هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

له دې وړاندې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت د تورخم ګمرک ۳۰ تنه کارکوونکي هم د فساد په تور نيول شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...