Homeخبرونهاوکراین: د ناټو چوکاټ کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو

اوکراین: د ناټو چوکاټ کې خپل ماموریت ته دوام ورکوو

تاند(چهارشنبه، د قوس ۵) د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیتري کولبا د ژنیو کنفرانس تر پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی هم د نورو هېوادونو په څېر له افغانستان سره په بېلو برخو کې مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

هغه ویلي، دوی به له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې افغانستان کې خپل مهم ماموریت ته دوام ورکړي او په خبره یې، که افغانستان وغواړي دوی چمتو دي چې له دغه هېواد سره د اقتصادي زیربنا او انرژي برخه کې پام وړ مرسته وکړي.

کولبا زیاته کړې، هېواد به یې دغه راز د ریل پټلۍ او مخابراتي برخه کې ښکېلو انجنیرانو ته د روزنې ورکشاپونه هم تنظیم کړي.

هغه ټینګار کړی دی چې د افغانستان سوکالي د ټولې سیمې په ګټه ده او ټول هېوادونه باید له افغانستان سره اوږه په اوږه کار وکړي څو دغه هېواد یوې تلپاتې سولې ته ورسوي.

کولبا داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تیره ورځ د جینیوا کنفرانس کې له افغانستان سره ډیری هیوادونو د مرستو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...