جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د وېزې د ورکولو په بدل کې د پیسو ضمانت غواړي

امریکا د وېزې د ورکولو په بدل کې د پیسو ضمانت غواړي

تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۵) د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې له راتلونکې میاشتې به د افغانستان په شمول د شاوخوا ۲۴ هیوادونو اتباعو ته په هغه صورت کې وېزه ورکوي چې زرګونه ډالر ضمانت ورکړي.

د دې پرېکړې هدف دا دی چې د دغو هیوادونو اتباع امریکا ته له رسېدو وروسته په دغه هیواد کې پاتې نه شي او د وېزې د مودې له پوره کېدو وروسته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

دا پرېکړه یوازې دوې اوونۍ مخکې له دې عملي کېږي چې د ډونالډ ترمپ د واک دوره پوره کېږي او جو بایډن د نوي ولسمشر په توګه لوړه کوي.

ټاکل شوې ده چې بایډن د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د جنورۍ په شلمه لوړه وکړي.

د نوي پرېکړې پر اساس، هر څوک چې امریکا ته سفر کوي باید ۱۵ زره ډالره ضمانت ورکړي. دا ضمانت له هغو کسانو نه اخیستل کېږي چې د مهاجرت په وېزه امریکا ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دسمبر ۲۴ یې په دې اړه د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې خپلو سفارتونو ته خبر ورکړی دی.

دا پروګرام موقتي دی او د جنون تر میاشتې دوام کوي او که بریالی و ممکن وغځول شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، دا شرط د هغو هیوادونو د اتباعو لپاره ږدي چې امریکا ته په وېزه راغلي اتباع یې تر خپل ټاکلي وخت وروسته وتلي نه دي. د هغوی اکثریت د افریقايي هیوادونو، ایران او افغانستان دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت (کورنیو چارو وزارت) وايي چې په امریکا کې تر ټاکلې مودې تر ټولو ډېر پاتې شوي وګړي د چاد دي. د چاد په سلو کې ۴۴، ۹۴، د دیبوټي ۳۷، ۹۱، د موریتانیا ۳۰، ۴۹ وګړي د وېزې له پوره کېدو وروسته له امریکا څخه وتلي نه دي.

په راپور کې راغلي چې په سلو کې ۲۱ اعشاریه ۶۴ ایرانیان او په سلو کې ۱۱ اعشاریه ۹۹ افغانان د وېزې د وخت له پوره کېدو وروسته په امریکا کې پاتې شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي چې په یوه کال کې تر ۴ لکه ۲۲ زره ډېر بهرنیان، چې امریکا ته په وېزه ورغلي، له دې هیواده بېرته نه دي وتلي.

په عین وخت کې د امریکا د نوي منتخب ولسمشر د ټیم غړي وايي چې جو بایډن به هغه تبعیضي پرېکړې بېرته واخلي چې دونالډ ټرمپ د امریکا د وېزې او مهاجرت په برخه کې د یو شمېر اسلامي هیوادونو په حق کې کړې وې.

ټرمپ امریکا ته د ۸ اسلامي هیوادونو د اتباعو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي.

1 COMMENT

  1. که امریکائیان زما دا منی
    نو
    دا قانون دی داسی اصلاح کی
    هر امریکائی علمی مغز ( انجنیر او ډاکټر او پروفیسور ) چی د امریکا څخه سفر کوی باید یو لک ډالره د بیرته راتګ د ضمانت پتوګه کښیږدی !!!!!!ا
    زه باور لرم چی له امریکا څخه به د مغزونو د فرار لړۍ ژر یا وروسته پیل سی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب