جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: تاوتریخوالی سبا نه، باید نن پای ته ورسېږي

اروپایي ټولنه: تاوتریخوالی سبا نه، باید نن پای ته ورسېږي

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بورل ویلي، افغانستان کې د تمې خلاف تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی او له جګړو ستړي افغانان نور دا وضعیت نه شي زغملی.

هغه زیاته کړې، افغانان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسي پرله پسې جګړو ځپلي دي او نور له جګړو ستړي او په سوله کې د ژوند کولو حق لري.

نوموړي  جینیوا کنفرانس ته په خبرو کې ویلي، تاوتریخوالی سبا نه نن باید پای ته ورسېږي. هغه دغه راز د سولې په پروسه کې د ښځو د حقونو پر خوندیتوب هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز هم د سولې خبرو پر دوام ټینګار کړی دی او هیله یې ښودلې چې دا خبرې د یوې تلپاتې سولې باعث شي.

نوموړې ویلي، افغانستان باید پرمختګ وکړي نه شاتګ.

بل خوا د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلې چې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته د’ فعالیت اجازه نه ورکوو، تاوتریخوالی باید کم شي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%84%d9%85%d8%a7%d9%86-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%b3-2/

په ورته وخت کې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر هم ویلې چې افغانستان کې ژر تر ژره د دایمي او جامع اوربند غوښتونکي یو.

https://taand.net/%d9%81%d9%86%d9%84%d9%86%da%89-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%da%98%d8%b1-%d8%aa%d8%b1-%da%98%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%af%d8%a7%db%8c%d9%85%d9%8a-%d8%a7%d9%88/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب