جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريمنفي او مثبته سوچ بڼه| جنرال دولت وزیري

منفي او مثبته سوچ بڼه| جنرال دولت وزیري

ټول وخت انسانان د کامیابۍ په فکر کې وي، د ژوند اصول همداسي دي، چې هیڅوک په اسانۍ سره ناکامي نه مني. خو کامیابۍ ته د رسیدو له پاره هیله مندي په کار ده.

کله چې څوک ځان ستونزو ته تسليم نه کړي او د بریا له پاره د هیله مندۍ تر څنګ هلې ځلې وکړي، هرو مرو خپلو موخو ته رسيږي. همدغه د ستونزو سره مبارزه، د بریا له پاره هلې ځلې او د منفي طرز تفکر څخه ځان ژغورلو ته مثبت طرز تفکر وايي.

د منفي طرز تفکر څخه مثبت طرز تفکر ته بدلون دومره مشکل هم نه دی. که یواځې د ځان په هکله ښه پوهاوي ولرئ او په دې پوه شي چې څه غواړئ؟ څنګه او په څه ډول يې غواړئ؟ که دې پوښتنو ته سم ځواب ولرئ بیا د ستونزو په حل کې د مشکل سره قطعا نه مخ کیږئ.

که د يوه چا اړتياوې او ستونزې ډیرې بې شميره وي، خو په زړه کې د بریا له پاره هیله مندي ولري، په دې باید پوه شي چې بریا به د هغه په برخه وي.

تل ویل کیږي چې «احتیاج د ایجاد مور ده.» خو دا وینا تر هغې پورې سمه ده چې د مثبت طرز تفکر سره یو ځای وکارول شي. کله چې د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاه په ليوالتيا چلند وکړئ، دا حتمی ده چې تاسو د ستونزو د حل لپاره لاره مومئ او بریا ته رسیږئ.

ځینې وخت داسې وي چې ستونزې لرئ، حل يې هم غواړئ، خو د یوه کوچنی لامل له خاطره هغه نشئ حلولای. همدغه دی چې تاسو منفي طرز تفکر لرئ او د منفي طرز تفکر سره روږدې یاست، په دې صورت کې تاسو سره هیڅوک مرسته نه شي کولای.

ځينې کسان له لومړې سره او بیا ځینې د ژوند په اوږدو کې د مثبت طرز تفکر پلویان وي او په ځان کې د مثبت طرز تفکر لپاره بدلون راولي، دا ډول کسان په ژوند کې بریالي کسان دي. دوی تل پر خپلو ستونزو بریالي او د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاه په اسانۍ سره ستونزې له مخې ليرې کولای شي او تل په زړه کې د بریا هیلې ژوندۍ ساتي.

ځينې کسان بیا له لومړې سره او یا د ژوند په اوږدو کې د منفي طرز تفکر پلوي وي. دوی په ځان کې بدلون نه شي راوستلای، تل پلمې کوي او ځان په زوره غولوي وايي:

«زه اړ وم چی داسې می کړای وای، ما اړتیا درلوده، پیسو ته مې ضرورت درلود، چا را سره مرسته نه کوله» او داسې نورې پلمې.

دوی په دې توګه جرم کولو ته لاس غزوي او هغه څه کوي چې د یوه مدنی انسان له شان سره نه ښايي.

خو حقیقت داسې نه دی، ځکه چې اړتيا هيڅکله څوک جرم کولو ته نه اړ کوي. خو د ده خپله خوښه وي او دی په خپله د منفي طرز تفکر سره روږدی وي. دی بی ایمانه وي، خو دی فکر کوي چې اړتيا دی بی ایمانه کړی دی.

هر څوک کولای شي چې له منفي طرز تفکر څخه خپل ځان وژغوري، که چیری دی هوډ وکړي او وغواړي، چې خپلې ذهني بدۍ او نیمګړتیاوې درک کړي، خپل ځان وپیژنی او د خپل ځان د بدلون او تبدیلۍ لپاره ځان چمتو کړي، له پلمو او بهانو پرهیز وکړي.

بیا نو همدغه د مثبت طرز تفکر او بریا لاره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب