Home+راشد خان په اسټراليا کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شو

راشد خان په اسټراليا کې د ۱۴ ورځو لپاره قرنطين شو

تاند ( سه شنبه، دقوس ۴) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستوری او مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته لاړ.

نوموړى د اسټراليا په سډني ښار کې د ١٤ ورځو لپاره قرنطين شوى دى.

راشد خان د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي او له ۱۴ ورځو وروسته به خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

د کورونا په راتلو سره د کرکټ سياليو ته هم دا نوې ور زیات شوي چې هر ځاى د سياليو څخه مخکې لوبغاړي قرنطين کېږي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ غوره توپ اچونکى راشد خان په دې وروستيو کې په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سياليو کې ولوبېده.

هغه د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، چې په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې او همدا راز د سږکال تر ټولو غوره اقتصادي توپ اچونه يې هم ترسره کړه.

په بيګ باش سياليو کې د راشد خان پرته محمد نبي او نور احمدلکڼوال د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان د بريسبين هيټ او ظاهر خان د ميلبورن سټارز لوبډلې اخيستي دي.

د بيګ باش سيالۍ سږکال د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...