جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله او کرزي د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي

عبدالله او کرزي د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړي

تاند(سه شنبه، د عقرب ۴) د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.

د ملي مصالحې شورا د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د سولې پر پروسه او د هېواد پر سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

دغه راز دواړو لوریو د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي کمېدل مهم بللي او ټینګار یې کړی دی چې د دغې پروسې ټول تمرکز باید پر همدې ټکي وي.

دوی دغه راز د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې مذاکراتي پلاوي باید د افغانانو د تمې مطابق د خبرو پر تګلاره توافق وکړي او هر څه ژر اصلي مذاکرات پیل کړي.

1 COMMENT

  1. د بې مسولیته کسانو بې مسؤولیته خبرې.
    عبدالله که څه هم اوس په دولت کې رسمي دنده نه لري خو د ملي مصالحې د عالي شورا افتخاري رئیس دی او د همدې مقام له برکته کښته اوپورته ځغلي .
    له بلې خوا د یوې ټلوالې غړیتوب هم لري .
    اما جناب کرزي اوس یو پخوانی یا متقاعد ولسمشر دی . نه یې قام ته خدمت وکړ او نه یې ولس ته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب