جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د اسټراليا د کرکټ پياوړي لوبغاړي وارنر هندي لوبغاړي ننګولي

د اسټراليا د کرکټ پياوړي لوبغاړي وارنر هندي لوبغاړي ننګولي

تاند (سه شنبه، د قوس ۴) د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى ډېوېډ وارنر وايي، چې د هند پر وړاندې يې د لوبې لپاره پوره پلان جوړ کړى دى او د خپل پلان سره به سمه لوبه ترسره کوي.

ډيويډ وارنر چې له يوې اسټراليايي رسنۍ سره مرکه کې ویلي  چې که چېرته هندي لوبغاړو ورسره نخرې وکړې يا يې هم پسې غږونه وکړل، نو غصه کېږي به نه، بلکې د خپلې توپوهنې په مټ به ځواب ورکوي.

د اسټراليا دا پيليز توپوهونکى وايي: « تاسې نه پوهېږئ چې غصه مو په ملګرو څه اغېز کوي، نو بايد د مخالفې لوبډلې احترام وشي او هغوى سره په مينه چلند وشي.»

د يادولو وړ ده چې د هند لوبډله اسټراليا ته په دوه مياشتني اوږد سفر تللې ده چې هلته به د اسټراليا سره ٣ نړيوالې يو ورځنۍ ٣ نړيوالې شل اوريزې او ٤ ټېسټ لوبې ترسره کړي.

دا سيالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نومبر په ٢٧مه نېټه پيلېږي.

ډيويډ وارنر چې په دې وروستيو کې په اى پي ايل سياليو کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لوبډلمشري ورپه غاړه وه، هلته يې ښه توپوهنه ترسره کړه او تر پنځه سوه زياتې منډې يې هم ترلاسه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب