جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+صبا قمر: د چا بدې سترګې راپسې شوې

صبا قمر: د چا بدې سترګې راپسې شوې

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره اداکاره صبا قمر د خپلې ناروغۍ په اړه په يوه ويډيو کې وايي، چې د چا مردارې سترګې راپسې شوې دي.

دا پاکستانۍ مشهوره اداکاره او موډله ناروغه ده او په روغتون کې بستر ده.

د انسټاګرام په مشهور اپليکېشن کې د صبا قمر د روغتون څخه يوه ويډيو خپره شوې ده، چې په لاس کې يې ډراپ لګېدلى دى او په بستره کې پرته ده، خو په ويډيو کې هغه مسکۍ ده.

کومه ښځه چې د اداکارې صبا قمر ويډيو جوړوي، هغه له صبا قمر څخه پوښتنه کوي، چې په تا څه شوي دي؟ نو صبا قمر ورته په ځواب کې وايي، چې د چا مردارې سترګې راپسې شوې دي.

خو صبا قمر بيا په ويډيو کې دا نه دي ويلي، چې هغه څه ناروغي لري، کله په روغتون کې بستر شوې ده او تر څو پورې به په روغتون کې بستر وي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستاني فلمونو او سريالونو دا مشهوره اداکاره اوس په يوټيوب کې هم ډېره مشهوره شوې ده.

هغې په يوټيوب کې چېنل جوړ کړى دى چې بېلا بېلې ويډيوګانې جوړوي او هلته يې خپروي.

٣٦ کلنه صبا قمر چې په ٢٠٠٤ کال کې يې په فلمونو او سريالونو کې کار پيل کړى و، په ډېرو مشهورو پاکستاني فلمونو او سريالونو کې يې کار کړى دى او ډېر مينه وال يې پېدا کړي دي.

همدا راز نوموړې په ٢٠١٧ کال کې د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار عرفان خان سره په (هندي ميډيم) فلم کې هم کار کړى و.

دا فلم يو کوميډي فلم و چې د هند په تعليمي سيسټم جوړ شوى او ډېر زيات خلکو خوښ کړى و. عرفان خان چې څو مياشتې مخکې مړ شو، وروستى فلم يې بيا د دې فلم د لړۍ دويم فلم (انګريزي ميډيم) و.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب