جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه جنیوا کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو ژمنې...

په جنیوا کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) نن د جینیوا کنفرانس په دویمه ورځ نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د خپلو مرستو کچه اعلان کړې ده.

د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره دغه مرستې اعلان کړې دي.

اروپايي ټولنې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو، بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه، جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالر کلنۍ، کاناډا د درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالر، هالنډ ۲۲۰ میلیونه ډالر، ایټالیا په کلني ډول ۳۵ میلیونه یورو، ډنمارک د درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالر، ناروې ۷۰ میلیونه ډالر، استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالر او سويډن د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

ویل کېږي چې دا مرستې به په افغانستان کې پر تلپاتې سولې، پایداره پراختیا، فساد سره پر کارنده مبارزې او د افغانستان راتلونکي کې د ښځو پر فعاله ونډه ولګول شي.

2 COMMENTS

  1. ستومان November 24, 2020 At 4:40 pm
    Your comment is awaiting moderation
    لنډکی یادښت د خبر کښونکې :
    آغلې عاقله اسد ته؛
    ((ژنیو کنفرانس کې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې))

    عنوان اوږد دی، له یوې خوا لوستونکي په عنوان کې د معلوماتو د ترلاسه کولو لیوالتیا نه لري. له بله اړخه د خبر په متن کې د تکرار را موجب ګرځي، چې ښه نه ایسي.

    بدیل یې ستا په جمله کې:

    ژنیو کنفرانس له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

    یا

    نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

    بله مهمه خبره:

    (( په ورته وخت کې هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.))

    پرون مې د تاند بل همکارـ ښاغلي عبدالمالک ځلاند ته د (( ورته مهال)) څخه سر و ټکاوه، نن تاسو ((ورته وخت)) په پورتنۍ جمله کې لیکلی دی.

    زمان یا وخت؛ همځولی، همرنګی او مشابه و متشابه نه لري. د ساعت په مقیاس یې کوچنی واحد ثانیه ده.
    یعني یو عمل په یوه ټکلي وخت کې تر سره کیږي، دې ته مشابه یا ورته وخت نشته، امکان هم نه لري! نو لیکل او ویل یې منطقي نه دي.

    بدیلو نه یې ستاسو په جمله کې دادي :

    له دې سره سم هند هم په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

    .دا په داسي حال کې ده چې هند هم هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې

    ددې تر څنګ هند هم له دې سره سم هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې

    .همدغه راز هند هم په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي

    ــــــــ

    تاند اوس په نړیواله کچه پیژندل شوی ویبسایټ دی. د خبر په کښلو کې د نابلده کلمو او لهجو ور ګډول، د ژبي په زده کړه او د متن په پوهاوي کې ستونځي را منځته کوي، هیله من یم چې د تاند نوي همکاران یې له یاده ونه باسي.

    مهرباني و کړئ کمینټ مې مه سانسوروئ، خوشحاله به شم که خپل نظر مو راته و لیکئ.

    والسلام

  2. تر سمون وروسته

    لنډکی یادښت د خبر کښونکې :
    آغلې عاقله اسد ته؛
    ((ژنیو کنفرانس کې نړیوالې ټولنې افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې))

    عنوان اوږد دی، له یوې خوا لوستونکي په عنوان کې د معلوماتو د ترلاسه کولو لیوالتیا نه لري. له بله اړخه د خبر په متن کې د تکرار موجب ګرځي، چې ښه نه ایسي.

    بدیل یې ستا په جمله کې:

    ژنیو کنفرانس له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

    یا

    نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې

    بله مهمه خبره:

    (( په ورته وخت کې هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.))

    پرون مې د تاند بل همکارـ ښاغلي عبدالمالک ځلاند ته د (( ورته مهال)) څخه سر و ټکاوه، نن تاسو ((ورته وخت)) په پورتنۍ جمله کې لیکلی دی.

    زمان یا وخت؛ همځولی، همرنګی او مشابه و متشابه نه لري. د ساعت په مقیاس یې کوچنی واحد ثانیه ده.
    یعني یو عمل په یوه ټکلي وخت کې تر سره کیږي، دې ته مشابه یا ورته وخت نشته، امکان هم نه لري! نو لیکل او ویل یې منطقي نه دي.

    بدیلو نه یې ستاسو په جمله کې دادي :

    له دې سره سم هند هم په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي.

    .دا په داسي حال کې ده چې هند هم هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې

    ددې تر څنګ هند هم له دې سره سم هند په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې

    .همدغه راز هند هم په کابل کې د شاه توت بند جوړولو او پاکستان بیا د خپلو اړیکو او همکاریو پیاوړتیا ژمنې کړې دي

    ــــــــ

    تاند اوس په نړیواله کچه پیژندل شوی ویبسایټ دی. د خبر په کښلو کې د نابلده کلمو او لهجو ور ګډول، د ژبي په زده کړه او د متن په پوهاوي کې ستونځي را منځته کوي، هیله من یم چې د تاند نوي همکاران یې له یاده ونه باسي.

    مهرباني و کړئ کمینټ مې مه سانسوروئ، خوشحاله به شم که خپل نظر مو راته و لیکئ.

    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب