زما د پلار د تره زوی دی، اقتصاد یې ښه دی، ګوزاره یې کېږي؛ خو همېشه له خپل کاره سر ټکوي.
د ده کار سخت هم نه دی؛ خو شکایت یې عادت دی. له وړې خبرې لوی داستان جوړوي. یو ځای مې لوستي وو، چې غالبا په نړۍ کې اویا سلنه خلک له خپل کاره راضي نه دي. زما په نظر کومه انرژي، چې پر شکایت کولو ضایع کوو، ښه ده، چې د کار پر پرمختګ یې مصرف کړو.
زما کاکا دی، د ده کار واقعا سخت دی؛ خو چې کله له ده نه پوښتنه وکړې، له خپل کاره راضي دی، خدای ته شکرونه باسي. زما له کاکا سره څو نور کاریګر هم کار کوي. دی وایي، زه ډېر په زحمت یم؛ خو زحمت مې ځکه منلی، چې یو بل مسلمان ته زما په وسیله یوه مړۍ ډوډۍ ورسېږي.
له کاره د رضایت او نه رضایت یو لامل رسمي (چې شخصي او دولتي ادارې پکې راځي) او شخصي کارونه دي. هغه کسان، چې په رسمي ادارو کې کار کوي دوی معمولا د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو مکلف دي، چې په خپل کار ځای کې وي. دوی ممکن د ژوند په نورو فعالیتونو پسې سم ونه رسېږي. زموږ یو لرې خپل دی، دی په یوې شخصي کمپنۍ کې ګارد دی. د میاشتې په سر او اخره کې دوې ورځې شپې کور ته ځي او خپل کورني مشکلات حلوي. د خپلوانو په مړي ژوندي کې ډېر نه لیدل کېږي. ځينې خپلوان له ده ګیله کوي، چې مړي ژوندي ته نه ورځي؛ نو دی ورته وایي، چې پردی کار دی، نه شي کولی، چې پرېیږدي. زه ځینې وخت له ده واورم، چې له خپلې وظیفې ناراضه دی او وایي، چې خسته کن ده.
هغه کسان چې شخصي کارونه یا وظیفې لري تر ډېره حده له خپل کاره خوښ دي، ځکه قیودات پرې نه وي.
له وظیفو د نارضایتۍ یو لامل دا دی، چې یو کس د یوه لوړ بست لیاقت لري؛ خو بل کس، چې پیسې یا واسطه لري او د هغه بست لایق نه دی، کار پکې کوي.
له کاره د نارضایتۍ یو بل لامل ممکن د ګټې په تناسب د کار ډېروالی یا سخت والی وي. زموږ په وطن کې چې کارونه ډېر نه پیدا کېږي، اکثره خلک په لږو پیسو ډېر درانه کارونه ترسره کوي. د تېرې میاشتې په اوله غزني ته روان وو، د کابل په کمپنیو کې په موټر کې ترق شو، کاکا مې ورکوز شو، موټر کمانۍ ماته کړې وه، میدان ښار ته چې ورسېدو موټر مو میستري ته ودراوه، میستري د ماسپښین له دووو بجو د ماخوستن تر اووو بجو په موټر کې کار وکړ، بالاخره موټر جوړ شو؛ خو د غزني له تګه موږ پاتې شوو او د خپلوانو له واده میستري. د میستري نه د دوډۍ وخت معلوم و، نه د لمانځه. له میستري مې پوښتنه وکړه، کار مو سخت نه دی؟ ده وویل، متل دی، چې : « پردۍ ډوډۍ تر زر منه تیګو لاندې ده.»
د کار ګټه که ښه وي، سړی يې پر ستړیا ډېر نه پوهېږي. ما ډېر کسان لیدلي دي، چې لمانځه مهال کار ته ځي، د شپې اته یا نهه بجې کور ته راځي؛ خو بیا هم له خپله کاره راضي وي او شکرونه باسي. جالبه دا ده، چې دوی تفریح هم ډېره نه کوي. دوی چې ډېر وخت په کار کې مصروف وي د ژوند نورو فعالیتونو ته په اسانۍ نه شي رسېدلی.
زما په نظر د دې لپاره، چې د ژوند په ټولو برخو کې تعادل مراعت کړو، ښه ده، چې څلرویشت ساعتونه په درېيو برخو وویشو؛ اته ساعته خوب، اته ساعته کار او اته ساعته د ژوند نور فعالیتونه. مثلاً؛ کورنۍ ته وخت، عبادت، تفریح یا څو پاڼې مطالعه.
له کاره د نه رضایت یو لامل دا هم دی، چې له یوه مسلکه فارغ شوي کسان په بل مسلک کې کار کوي. یو ملګری مو دی، له زراعته فارغ شوی دی؛ خو کار په یوې مخابراتي شبکې کې کوي، دی له خپل کاره نه دی راضي. ځینې کسان بیا د دې لپاره په بل مسلک کې کار کوي، چې لوړ معاش ولري. خو که د خپل مسلک د کار په لومړیو کې پر کم معاش ګوزاره وکړو، د وخت په تېرېدو سره او د کار څومره والي او څرنګوالي (کمیت و کیفیت) ته په کتو سره به مو معاش لوړ شي. د دې کار یوه ګټه دا ده، چې د خپل مسلک حیثیت به مو ساتلی وي. لنډۍ ده، چې
د پورې کلي خان ته وایئ
پلو دې یوسه، زه مې وچه ډوډۍ خورمه
د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ ۴مه