جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: ډېری ولسوالۍ مو بېرته د طالبانو له کنټروله ایستلې

ولسمشر غني: ډېری ولسوالۍ مو بېرته د طالبانو له کنټروله ایستلې

تاند(سه شنبه، د قوس ۴) ولسمشر غني وایي چې افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي او په دې وروستیو کې یې ډېری ولسوالۍ بېرته د طالبانو له کنټروله ایستلې دي.

هغه زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ۹۵ سلنه عملیات په خپله پلانوي او تر سره کوي.

غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغان ټولنې نیمایي وګړي نوې دیموکراسۍ کې زېږېدلې او وده یې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، دوی په دیموکراسۍ کې یو منسجم غږ او مشخصه موخه پیدا کړې ده او تېرې لاسته راوړنې باید وساتل شي.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې د سولې پروسې بریا، د تاریخ د تکرار مخنیوي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ او همکاري خورا ډېر اهمیت لري او دوی به له ټولو هېوادونو سره خپلو نیکو روابطو ته دوام ورکړي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د ځینو ولایتونو او ولسوالیو امنیتي وضعیت خراب شوی او عام وګړي له تاوتریخوالي سر ټکوي.

هیره دې نه وي چې تیره ورځ د بدخشان مایمي ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته لویدلې وه چې له سحتو جګړو وروسته بیرته د افغان ځواکونو لاسته ورغله.

په ورته وخت کې افغان امنیتي ځواکونه هم د بریالیو عملیاتو د ترسره کیدو خبره کوي او ادعا کوي چې وسله والو مخالفینو ته یې په جګړه کې ماتې ورکړې ده.

2 COMMENTS

  1. یره نو سړی څه ووایی که نه وایی له غمه یې به وايې، طالبان هره ورځ په ولسوالیو حملې کوي سقوط ورکوي بیا وروسته دوی ورځي دوباره یې نیسي، دوی عملاً دفاعي حالت کې دي او طالبان د تعرض په حال کې دي په دفاعي حالت کې ولسوالۍ نیول پریږده چې شته ولسوالۍ هم نه ساتل کېږي دا جناب بیا راپورته شي دروغ باد کړي او د خلکو په سترګو ور ننوځي، په دې جګړه کې د دولت د لوړ پوړو چارواکو مزې دي بچیان يې بهر کې چړچې کوي او دوی دلته غلاوې کوي، روانه جګړه کې پردي او غریب افغانان تلف کیږي غم یې تر ده نه رسیږي ځکه وايي چې ولسوالۍ مو نیولې دي، خدای دې افغانستان له دې متفکر ژر خلاص کړي کني موږ به افغانستان څخه خلاص کړي
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. فرمان مخلص ٌ صاحب هغه بیچاره ته چه هر رنګ راپور ورکړی هغسی وایی
    زړی قلغه ګانی او دیوالونه جوړوی هو جلال اباد کښی څومره ماشومان خیرات غواړی
    بیکاری زیاته ده د کامی او کنړ د پرشنا فابریکه جوړه کړه چه بیکارانو ته کار پیداشی
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب