پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونههند د شاتوت بند د جوړولو ژمنه وکړه

هند د شاتوت بند د جوړولو ژمنه وکړه

تاند(سې شنبه، د قوس ۴) هند نن په جینیوا کې د افغانستان د مرستندویانو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې د شاه توت بند په ګډون به په افغانستان کې د ۱۵۰ پروژو لګښت په غاړه واخلي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د هند د مرستو هرکلی وکړ.

هند په افغانستان کې د مرستو د اعلان ترڅنګ په دې هیواد کې د فوري اوربند غوښتنه هم وکړه.

هند تراوسه پورې له افغانستان سره د زرنج – دلارام د لویې لارې، سلما بند، د ملي شورا ودانۍ په پراختیايي پروژو لږترلږه ۳ ملیارد ډالره لګولي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د جینیوا کنفرانس ته، چې د ۷۰ هیوادونو او ۳۰ نړیوالو موسسو د استازو او چارواکو په ګډون جوړ شوی دی، وویل، د افغانستان هیڅ برخه نشته چې د هند په ۴۰۰ پروژو کې یوه نه یوه هلته جوړه شوې نه وي.

جې شنکر اعلان وکړ چې له افغانستان سره یې موافقه کړې پر کابل سیند به د شاه توت بند جوړ کړي چې د کابل دوو ملیون ښاریانو ته د څښاک صحي اوبه برابرې کړي.

ښاغلي شنکر همداراز وویل چې هیواد به یې په افغانستان کې د ۸۰ ملیون ډالرو په لګښت ۱۵۰ کوچنۍ پروژې هم جوړې کړي.

په دې کنفرانس کې اروپايي اتحادیې یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون یورو مرسته اعلان کړه.

تر دې دمه ټولې اعلان شوې مرستې:

اروپايي ټولنې یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالر

بریتانیا د کال ۱۵۵ میلیونه پونډه

جاپان ۷۲۰ میلیونه ډالره

کاناډا د راتلونکو درې کلونو لپاره ۲۷۰ میلیونه ډالره

هالند ۲۲۰ میلیونه ډالره

ډنمارک د راتلونکو درې کلونو لپاره ۶۴ میلیونه ډالره

ناروې ۷۰ میلیونه ډالره

استرالیا ۱۴۷ میلیونه ډالره

سويډن له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۴ کاله پر خپلې د ۹۳۲ میلیون ډالرو مرستې ژمن پاتې کېږي

ایټالیا د ۲۰۲۱ کال لپاره ۳۵ میلیون یورو

4 COMMENTS

    • دا د کابل ریشخورو یا پارلمان شا طرف ته موقعیت لری…فکرکوم صرف د څښاک اوبو او د اوبو واټر ټیبل به روغ اوساتی تر څو له وچکالۍ څخه وژغورل شو

  1. افغان چارواکی باید دهند نه د کامی او کنړونو د برشنا د پروژو غوښتنه وکړی
    که دا خبره ورته مشکله تمامیږی
    زه د ټولو ننګرهاریانو تقاضا کوم چه په سپین سترګی سره د برشنا د بندونو جوړولو غږ پورته کړی۰څو ورځی مو کمپاین وکړو مګر بیا چوپ شو۰
    ایا ننګرهاریان برق ته ضرورت نه لری چه زیاتو خلکو ته د کار زمینه برابریږی
    جلال اباد کښی د بیکاری کچه ډیره لوړه ده
    زمونږ خویندی په سومره مشکلاتو د ډوډی پخول او دلرګو دود نه په تکلیف دی
    مننه
    رازمخمد کامه وال

  2. کچیری افغان دولت همدا مرستی د نظامی مصارفو پر ځای د بندونو او په ځانګړی په هغه بندونو چی د برښنا یا برق د تولید لوړ ظرفیت ولری کار وکړی هم به افغانان د برښنا کمښت او هم افغان دولت د برښنا بیل په ټولو کی پراخ خپلواکه اقتصادی بسیاینی سره مخ شی او تل به نړیوالو ته تیر په څير د ګدایی کچکول په لاس نه ګرځوی او همدارنګه دی له نورو هیوادونو تیل او ګاز نه واردوی او پخپلو نفتی کانونو ترڅنګ د مالګی او سیمنټواو د مسو په کانونو چی لوی کان یی په لوګر کی ده سرمایه ګذاری وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب