جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهټرمپ وایي تېرې ټاکنې د امریکا د تاریخ تر ټولو فاسدې ټاکنې...

ټرمپ وایي تېرې ټاکنې د امریکا د تاریخ تر ټولو فاسدې ټاکنې وې

تاند ( سه شنبه، دقوس ۴) په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه جو بایډن ته د واک د لېږد اجازه ورکړې ده خو یو ځل بیا یې ویلي، چې هېڅکله به په تېرو ټاکنو کې پر خپلې ماتې اعتراف ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، په ماتې اعتراف نه کوي او دا به ثابتوي چې تېرې ولسمشريزې ټاکنې د امریکا په سیاسي تاریخ کې تر ټولو فاسدې ټاکنې وې.

ټرمپ ویلي، د خپلې ادعا د اثبات لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

ټرمپ په تېرو ټاکنو کې له بایډن څخه په ستر توپیر ماتې وخوړه خو پر خپل سیال ټیم یې د پراخو درغلیو تور پورې کړی دی.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندوني کوي چې، د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د خپلې کابینې ځينې غړي اعلان کړي دي.

د بایډن د ټاکنیز ټیم پر رسمي پاڼه په خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د جو بایډن ټاکنیز ټیم انټوني بلنکین د بهرنیو چارو د وزیر په توګه، الجاندرو مایورکاس دداخلي امنیت د وزیر په توګه، لینډا توماس په ملګرو ملتونو کې د امریکا د دایمي استازې په توګه، جک سولیوان د ملي امنیت د سلاکار په توګه او دغه راز د اوباما د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د اقلیم په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه ګومارل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب