پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د امرالله صالح د استعفا غوښتنه کړې

ولسي جرګې د امرالله صالح د استعفا غوښتنه کړې

تاند ( سه شنبه، د قوس ۴) د ولسي جرګې غړو د امرالله صالح پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

امرالله صالح د ژنیو کنفرانس ته د خبرو پر مهال ویلي وو د افغانستان د پارلمان غړي په فساد کې ښکېل دي.

دې مسئلې د ولسي جرګې غبرګون پارولی او په خبره یې جرم فردي عمل دی او حکومت باید هر هغه فرد عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي چې، په فساد کې ښکېل وي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وایي د ولسمشر د لومړي مرستیال ټول تورونه په کلکو ټکو غندي او له نوموړي د اسنادو غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړو په یوه خپره کړې اعلامیه کې له ولسمشر وغوښتل چې خپل لومړی مرستیال امرالله صالح استعفا ته اړ کړي، ځکه د کار دوام به یې د کورنیو جګړو او بېلو اړخونو ترمنځ د ناندریو ددوام سبب شي.

ولسي جرګې دغه راز د امرالله صالح وروستیو خبرو په غبرګون کې نن نوماند وزیرانو ته هم اجازه ور نه کړه چې خپل راتلونکي کاري پروګرامونه وړاندې کړي.

2 COMMENTS

  1. نه د پارلمان، بلکې د ټولو حکومتي ادارو په سلو کې اتیا کسان په فساد باندې ککړ دي. د امرالله صالح دا ډول څرګندونې د حیرانتیا وړ نه دي
    دا خبرې مخکې هم شوي دي. یو شمېر ښه کسان هم په ادارو کې شتون لري چې شتون یې چندان ګټور نه دی. هغوی نه شي کولای د فساد مخنیوی وکړي. که چېرې د فساد مخنیوی کوي، د مفسدینو له مقاومت سره مخ او شړل کېږي. نو ځکه دا ډول خبرې په غلو ښې نه لګېږي. مننه

  2. عجبه د شرم خبره ده. محمد سیب سمه ویلی چه یوازی عجبه نده بله رجبه هم سته.
    د افغانستان د ملت نماینده پردو ته وایی زمونږ په کور کی فساد سته. بهتره به دا وه چه مفسدین یی څارنوالی ته معرفی کړی وای او هغوی له لازمو تحقیقونو وروسته عدلی دوسیه تیاره کړی او د محکمی لخوا یی جرمونه ثابت کړی وای. دا دامرالله ناصالح بیسوادی ښی چه ترڅومره د قانون د حکومت له اصولو بیخبره سړی دی. او څنګه د ملت پت ساتلو ته متوجه ندی. زحمانی بیا بل کس دی چه د اسنادو تقاضا کوی. د جرګی کار باید دقانون جوړولو کار وی او یا د حکومتی اداری کارونه قانونی کول وی. هغه د قضایی اجرآتو مسؤلیت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب