دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهبریتانیا له افغانستان سره د بروکسل تر کنفرانس ډېره مرسته اعلان کړه

بریتانیا له افغانستان سره د بروکسل تر کنفرانس ډېره مرسته اعلان کړه

تاند(سې شنبه، د قوس ۴) بریتانیا د افغانستان د مرستندویانو په کنفرانس کې نن اعلان وکړ چې له افغانستان سره د کال ۲۲۷ ملیون ډالره مرسته کوي.

په جینیوا کې د افغانستان د مرستندویانو دوه ورځنی نړیوال کنفرانس پرون د څه باندې ۷۰ هیوادونو او ۳۰ موسسو د استازو په ګډون پرانیستل شو.

تمه کېږي چې په دې کنفرانس کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۵ پورې ملیاردونه ډالره مرسته اعلان شي.

رویټرز خبري اژانس وايي، بهرنیو مرستو ته اړ افغانستان ښايي دا ځل د تېرو کنفرانسونو په پرتله له ۱۵ تر ۲۰ سلنې لږ مرسته ترلاسه کړي.

په ۲۰۱۶ م کال د افغانستان د مرستندویانو په کنفرانس کې څه باندې ۱۵ ملیارد ډالره مرسته اعلان شوې وه.

خو دا ځل مرسته کوونکي هیوادونه د کورونا وایرس له کبله تر فشار لاندې دي چې پیسې وسپموي او خپل کورني لګښتونه کم کړي.

کورونا وایرس د نړۍ پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.

بریتانیا په تېرو ۱۹ کلونو کې له افغانستان سره د مرستو له پلوه درېم ستر هیواد ګڼل کېږي خو اعلان کړې مرسته یې په ۲۰۱۶ کې د بروکسل تر کنفرانس لږ څه ډېره ده.

بریتانیا د بروکسل په کنفرانس کې ۷۵۰ ملیون پونډه د ۴ کلونو لپاره اعلان کړي وو چې هر کال ۱۸۷ اعشاریه ۵ ملیونه کېږي.

په جینیوا کې په نړیوال سوداګري سازمان او په ملګروملتو کې د بریتانیا د ماموریت له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي، ۱۵۵ ملیون پونډه (۲۰۷ ملیون ډالر) به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ او د افغانستان د تعلیمي او حیاتي تاسیساتو لپاره ورکړل شي.

بریتانیا به پر دې سربېره ۱۵ ملیونه پونډه (۲۰ ملیون ډالر) د افغانستان لپاره د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړي.

دا پیسې له هغو ۷۰ ملیون پونډو (۹۳ ملیون ډالر) جلا دي چې بریتانیا یې افغانستان ته په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ورکوي.

دا مرسته بریتانیا تېره میاشت اعلان کړې وه.

د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۴ کلونو لپاره، یعني د ۲۰۱۷ له پیله ۲۰۲۰ تر پایه پورې) ۱۵ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته اعلان کړې وه چې د کال ۳ ملیارده او ۸۰۰ ملیون ډالره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب