د خلکواو ټولنو تر منځ ښې او سوله ییزې اړیکې د ښه او مدني ژوند ښکارندويي کوي.
ځیني وختونه د مدني ټولنو او د ډیرو مدني خلکو تر منځ هم جنګ او جګړې را منځ ته کیږي. که دغه ډول جنګ او جګړو ته په بشپړ غور ځیر شو، وبه وینو چې د دې ډول جنګ او جګړو ستر لامل ډیری وخت ناسم پوهاوي دي.
ځیني وخت به مو لیدلي وي چې یو کس یو څه وايې او بل کس به بیا د هغه له خبرو بل مطلب اخیستی وي، همدغه حالت ته ناسم پوهاوی وايې. همدغه ناسم پوهاوی بیا د لانجې سر او په پای کې په جګړه پای ته رسیږي.
که وګورو ځیني وختونه د شخړو او لانجو لوی لامل د ځینو خلکو خپل الفاظ، خپله ژبه او خپلې خبرې وي. هغه دا چې ځيني خلک خپلې خبرې، خپل الفاظ او خپله ژبه نه کنترولوي. پرته له فکر او احتياط څخه خبرې له خولې را باسي، همغه دی چې بیا له سترو ستونزو او لانجو سره مخ کیږي.
وايي: له ليندۍ وتلی غشی او له خولې وتلې خبره بيرته نه راګرځي.
او یا دا چې خپله ژبه هم کلا ده او هم بلا ده.
او یا د حضرت علي (رض) دا ښکلې خبره چې وايي:
انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دی.
سقراط هم د ژبې د الفاظو او خبرو په هکله وايي:
تر ټولو دښمنانو مخکې خپل نیږدې دښمن ته، چې هغه ستاسو ژبه ده متوجه اوسئ.
له همدې ځایه ده، چې د خبرو او الفاظو ارزښت او مهم والی په ژوره توګه ثابتیږي.
زموږ ستر پیغمبر( ص ) هم پر دې ټينګار کړی او ویلي يې دي:
ډیره ښه صدقه د ژبې ساتل دي.
عبدالقادر خټک به ویل:
ژبه عادت کړه په خو خبرو
خبرې ښې دي ښې تر شکرو
د خوند مثال يې شکرې وایم
قدر يې ډیر دی تر مرغلرو
او یا د پوهانو خبره چې وايي:
ژبه اصلاح کړه زړه دې په خپله اصلاح کیږي.
خبرې او الفاظ د انسان د بریالیتوب تر ټولو لوی مرستندوی دي، په دې ترتیب انسانان کولای شي د خبرو له لارې له دوست څخه دښمن او له دښمن څخه دوست جوړ کړي.
که وغواړو د ژبې په واسطه ناسور هم جوړولای شو او د ناسور له پاره د مرهم پټۍ هم. لکه چې په پښتو لنډیو کې وايي:
د تورې زخم ژر جوړیږي
د ژبې زخم تر قیامته پورې وینه
او یا دا چې خوشحال بابا وايي:
جنګ د هاتي او زمري اسان دی
د خپلې ژبې افت ګران دی
که خپله ژبه يې په فرمان کړه
هم يې رستم ګڼه هم لا لقمان دی
او یا دا چې:
هم دا ژبه ده چې غم ده
هم دا ژبه ده ښادي ده
که څوک خپله ژبه ښه کاندي
نور يې هیڅ نشته بدي
کله نا کله خبرې او الفاظ له هغې کینې او جذباتو هم سرچینه اخلي، چې یو څوک يې د یو چا په هکله په زړه کی ساتي.
داسي الفاظ کله نا کله اګاهانه او کله نا اګاهانه له خولې راووځي او بیا د لویو ستونزو باعث ګرځي.
خوشحال بابا به ویل:
ژبه په تن کې څه عجیبه ده
صحت هم ژبه ده، ژبه هم تبه ده
چې ښه مې ځیر کړ ښه پرې پوه شوم
جنت هم ژبه ده دوزخ هم ژبه ده
شیلون به ویل:
تر غور او فکر کولو څخه د مخه ژبې ته اجازه مه ورکوئ، چې څه ووايي.
او یا دا چې خوشحال خان خټک وايي:
چې سل په زړه لري یوه په ژبه
هغه دې پریوځي په لویه تله
چې زړه او ژبه سره یو رنګ لري
هغه به خلاص شي له معايبه
ځیني وخت یوه ښه خبره یا یوه ښکلې جمله د یوه ناهيلي کس په ژوند کې بشپړ بدلون را وستلای شي. د بیلګې په توګه که یو څوک وهڅول شي او د بریا هیله ور ته وشي، که چیرې عملا مرسته هم ورسره ونه شي، بيا هم هغه کس هڅول کیږي او همدغه د ده هڅې او هاند د ده د بریا سبب ګرځي. ځکه هغه کس هیله من او امیدواره کیږي، او له دې سره د بدلون او بریا له پاره خپلې هڅی ګړندۍ کوي او په پای کې بریالیتوب ته رسیږي.
ځکه وايي:
ژبه د انسان ډیر ښه ملګری دی، خو کیدای شي چې همدا ژبه د یوه کس ډیر خطرناک دښمن هم شي.
په همدې توګه د حضرت محمد ( ص ) زموږ د ستر پیغمبر ستره خبره ده چې وايي:
هیڅ شی د ژبې په څیر د زندان وړ نه دی.
خوشحال بابا به هم ویل :
که دین دنیا غواړې پرده پوشي کړه
فتنې له خولې پاڅي خوله خاموشي کړه
که ته خاموش يې، نه پرده پوښ يې
بيخوده پریوځه، باده نوشي کړه
ښکلی لیکنه ده ، په حقیقت کی ګټوره نسخه ده
ما پریږدئ، چې خپله خبره تر جندراله صیبه ورسوم!
جندرال وزیري صیب له دي احترامانه وویل شي:
ورو جانه زما، ستا مسلک چې دی هغه عسکرې ده. په خاص بیان سره ټانکیست در له ویل کیږي. ستا د خپلي خولې خبر در یادوم. تا ویلی راته چې مسکو کې اکيډمي دي لوستي.
دا نه وایم چې لیکنه بده ده، خو دا ویل غواړم:
ته چې راته لیکې:
((:په همدې توګه د حضرت محمد ( ص ) زموږ د ستر پیغمبر ستره خبره ده چې وايي))
کوم حدیث، په کوم جلد او کومه پاڼه کې راغلی دی؟؟
آیا دا منطق مني چې د مارکسیزم لیننیزم د مکتب باوري کس دي احادیث راته بیان کړي، خبره ستا په شخصیت نه را څرخوم، بلکي د افغاني ټولني له ذهنیته در ته ګړیږم!
زما جانانه ګله، جنریل صیب محترم:
ته دا د اوغانستان د اردو بده ورځ او بد حالت نه ګورې؟ هم په جګړه ییز تکتیک کې ستونزه شته دی او هم د تخنیک او سلاح په مناسب استعمال کې.
نو دا ستا اکاډیمیک صلاحیتونه او بلاغتونه به څه وخت ددې خوار وزار ملي اردو بدرد خورشی؟؟
مړه، خپه کیږه رانه مه:
نور پریږده دا دکشفیاتو دوباره کشفول او سره را غونډول! که لیک او نوشتې له دي زړه کیږي نو بیا مسلکي لیکني تاند له را استوه.
نو ته چې د ادیبانو او امامانو کار ته غاړه ور کړې، هغوی به څه کوي؟؟؟
همدا شاني، تا له دي احترامانه وویل شي: محترم ژباړن صالح محمد صالح ژباړي مه را له کتاروه، پریږده چې پښتانه یې کتاب و پیري او کتاب پیریدونکې د ژباړي پر کتابونو له ګړزونو پاکولو خلاص شي.
د احادیثو بیان امامانو او په شرعیت کې برلاسو کسانو له پریږده!
د خوشحال او رحمان کلیات و ادیبانو ته!
او او او …..
بله خبره داچې په هره وړه او غټه لیکنه کې دا ستا د رنګارنګ عکسونو له جهته مې دا خایسته تاند لا تر پام بد راشي، وروره تاند خو څه د عکاسۍ دوکان او هټۍ نه ده. عکس به یو ځلي، دوه ځلي، درې ځلي وو، نه داچي هره ورځ یو نوی عکس، په نوي سټایل کې، زوروره !!!!
زه ځواب له جندرال صیب نه غواړم، نورکسانان دي لږ سړه وخوري، که ځواب یې رانه کړ، نو پټه خوله د اعتراف معنی لري!
د تاند محترم مدیریت دي زما کمنټ د بیان د ازادۍ په چوکاټ کې ارزیابي کاندي، که په ناحق یې ډیلیټ کړ، نو زه هم ورسره کمنټ کښلو د
بایکاټ حق لرم کنه، یا يې نه لرم؟