دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد استراليا پوځ؛ افغانستان کې يې دسرتېرو جنګي جنايتونه ټکان ورکوونکي دي

د استراليا پوځ؛ افغانستان کې يې دسرتېرو جنګي جنايتونه ټکان ورکوونکي دي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲) د استرالیا پوځ یو ځل بیا ویلي چې، په افغانستان کې یې د سرتېرو جنګي جنایتونه ټکان ورکوونکي دي.

د استرالیا د پوځ لوړپوړو چارواکو په یوه خبري غونډه کې ویلي دې مسئلې دوی اړ کړي څو؛ په پوځ کې پر مهمو او بنسټیزو جوړښتونو له سره کتنه وکړي.

د استرالیا پوځ تر دې وړاندې هم ویلي وو د دغه جنایتونو په اړه د اسنادو افشا کېدو دوی اړکړي چې په پوځ کې اساسي تغیرات راولي.

په دې وروستیو ورځو کې ګڼو نړیوالو بنسټونو دا غوښتنه کوله چې استراليا دې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جنایتونه وڅېړي.

لومړنیو څېړنو وښوده چې دغه پوځیانو شاوخوا څلوېښت ملکیان په قصدي توګه وژلي دي.

استرالیا له دې درکه بښنه غوښتې خو افغان حکومت د افغانانو د ساتونکي نظام په توګه په دې مسئله کې دومره فعال رول نه دی ادا کړی.

مدني فعالان او د بشري حقونو فعالین بیا پر حکومت غږ کوي چې استرالیا د قربانیانو کورنیو ته د درنو پورونو ورکولو ته اړکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب