جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهسالنګ کې د واورې ورښت له امله بار وړونکي موټرې نه پرېښودل...

سالنګ کې د واورې ورښت له امله بار وړونکي موټرې نه پرېښودل کېږي

تاند ( یک شنبه، د قوس ۲) په سالنګونو کې د واورې ورښت پیل شوی او اټکل کېږي چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو به دغه ورښت دوام کوي.

د سالنګونو د ساتنې مسوولان وایي دمګړی یوازې وړو موټرو ته پر دغه لار د تګ راتګ اجازه ورکوي خو زیاتوي دوی باید د واورو په موسم کې د موټرونو د اړتیا وړ ټول توکي ولري.

سرچينه وایي چې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ د ورښت تر درېدو پورې ځنډول شوی دی.

سالنګ په هېواد کې مهمه لار ده، چې د دغه سیمې تونلونه د هېواد شمال له مرکزي سیمو سره تړي.

پر دغه لار د ژمي په موسم کې وخت ناوخت خونړۍ او بوږنوونکې ترافیکي پېښې هم رامنځ ته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...