دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد دهراوت اوسېدونکي له ښکېلو غاړو د جګړې د درېدو غوښتنه کوي

د دهراوت اوسېدونکي له ښکېلو غاړو د جګړې د درېدو غوښتنه کوي

راپور: عبدالله حقمل

د روزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ اوسېدونکو د جګړې له ښکېلو غاړو د جګړې د درېدو او په جګړه کې دوی ته د اوښتي زیانونو په بدل کې د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

دهراوت ولسوالي د روزګان ولایت يوه امن ولسوالي وه چې په وروستيو کې يې جګړو ترې هر څه واخیستل، اوسیدونکي يې کډه سول او بازار يې د جګړې ډګر شو.

 د دهراوت ځیني اوسېدونکي وايي، له یوه لوري دوې میاشتې کیږي چې په دغه ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده چې له امله یې د دوی سر او مال خوندي نه دی، ډک کورونه، په حاصلاتو رسېدلي ځمکې او باغونه یې پاتې شوي او اوس په داسې حال کې چې د ژمي موسم په رارسېدو دی، په کنډوالو او خیمو کې له کړاوه ډک ژوند شپې او ورځي تېروي، او له بل لوري بازار او بازار ته ټولې غځېدلي لارې تړل شوي چې هر ډول خوراکي او نور اړین توکي مخ پر خلاصېدو دي.

دوی دا وضعیت نه زغمل کېدونکی بولي او پر افغان دولت نیوکي کوي چې هم د دوی د امنیت په خوندي ساتلو کې پاتې راغلی او هم تر دې مهاله هېڅ مرستندویه ډلې د بې ځایه شویو کډوالو او جګړه ځپلو سره مرسته نه ده کړې.

د دهراوت ولسوالۍ د بازار یو شمېر دوکاندارانو هم په خپلو خبرو کې وویل چې په دې جګړه کې د ولسوالۍ بازار وران شوی او سوځېدلی دی. دوکانداران زياتوي چې په بازار کې د جګړې پر مهال د زیات شمېر دوکانونو دروازې ماتې شوي او خوراکي او نور اړین توکي یې غلا شوي دي، خو دا یې په ډاګه نه کړه چې چا د دوی له دوکانونو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب