شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeجنرال وزیريتر ذهن مخکې شه| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شهد ماتيو مککي اوکټرين سټکر ليکنه

د ښاغلي صالح محمد صالح د پښتو ژباړې غور چاڼ

دريم لوست

ذهني تړونونه

د ذهن سر و کار ټول وخت د سوچونو سره وي. که موږ غواړو او که نه غواړو سوچونه زموږ ذهن ته راځي. له ځينو سوچونو چې زموږ په ګټه نه وي کولای شو چې ځان وژغورو، په دې شرط که وغواړو او پر ځان فشار راوړو.

ځيني سوچونه بيا داسي دي چې په اتومات ډول او په تکراري توګه زموږ ذهن ته راځي او موږ که وغواړو چې ځان ترې وژغورو، ځان ترې نشو ژغورلای.د بیلګې په توګه:

له یوه لاسه……نه خیژي.

دلته په اتومات ډول زموږ ذهن ته راځي چې ووایو:

له یوه لاسه ټک نه خیژي.

کله نا کله موږ له داسې سوچونو سره هم مخ کیږو چې و وایو:

که په دې غونډه کې وينا وکړم وارخطا به شم او خلک به را پورې وخاندي او همدغه سوچ موږ له غونډې را وګرځوي. دلته بايد په دې فکر وشي چې دا سوچ زموږ په ګټه او یا که په زیان تمام شو.

که دغه سوچ سم وڅیړو ګټه او زيان يې وسنجوو. د زيان په صورت کې يې د دې وړتيا ولرو چې له ذهن څخه يې د باندې وغورځوو، مانا دا چې موږ پر خپل ځان د دې واک لرو چې خپل سوچونه په خپله ګټه را وڅرخوو او د مثبتو سوچونو د سلا او مشورو څخه په سمه توګه ګټه پورته کړو.

د هر څه په هکله قضاوت:

طبعي خبره ده چې موږ د هر څه په هکله قضاوت کوو او په هر څه کې یو عیب لټوو، د بیلګې په توګه:

هغه ونه کږه ولاړه ده.

کور يې ښه نه دی رنګ کړی.

د هغه خبرې ټولې سمې نه دي.

که د خپل ماحول ټولو شیانو ته وګورو داسې څه به و نه ومومو چې یو عیب ونه لري. دا یوه طبعي خبره ده چې په هر څه کې لږ یا ډیر عیب وي بی له لوی خدای ج څخه.

بايد ټول وخت په دی فکر وشي چې کوم شی موږ دې ته هڅوي چې تل د یوه شي او يا کس په عیب پسې وګرځو. که موږ وکولای شو خپل دغه سوچ ته تغير ورکړو او مثبت خوا ته يې را وګرځوو، په هغه صورت کی مانا دا چې موږ پر ځان واک لرو او له خپلو سوچونو په سمه توګه ګټه پورته کولای شو.

که تل د بل عیبونو ته ګوته ونيسو او خپلو عیبونو ته تل په مثبت نظر وګورو مانا دا چې موږ د منفی سوچونو په منګولو کې ګیر يو چې بايد ځان ترې وژغورو.

که يوه عیب ته د ګوتو نیولو موخه دا وي چې د عیب په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي بیا خو پر ځای کار دی. او که زموږ د لید لوری سره مثبته مرسته نه کوي، بیا اړینه ه چې په اصلاح کې يې کوښښ وکړو.

موږ باید په دې پوه شو چې، هر هغه سوچ چې زموږ ذهن ته راځي پوه شو چې له موږ څه غواړي. ډیر سوچونه داسي وي چې زموږ سره په ډیرو برخو کې مرسته کولای شي. زموږ درد دوا کولای شي. حتی ځينو دردوونکي سوچونه هم کله نا کله زموږ سره په ډیرو برخو کې مرسته کولای شي. خبره دلته ده چې موږ د دې ظرفیت ولرو چې د سوچ په مثبت او منفي اړخ پوه شو. د بیلګې په توګه:

ایا دغه سوچ موږ ته زموږ عیبونه را په ګوته کوي او که غواړي چې له پښو مو وغورځوي؟

دغه سوچ غواړي چې موږ د يوه کار په هکله زړه نا زړه کړي او که زموږ هوډ او تصمیم د دغه کار په هکله نور هم تقویه کوي؟

که په دې صورت کې د سوچ موخه مثبت وه بیا خو دغه سوچ له موږ سره مرسته کولای شي او که منفي وه باید له ذهنه لیرې وغورځوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب