سه شنبه, جون 18, 2024
Homeخبرونهسي ان ان هغه لیک افشا کړی چې د ایسپیر د ګوښه...

سي ان ان هغه لیک افشا کړی چې د ایسپیر د ګوښه کېدو لامل شو

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۷) سي ان ان سپینې ماڼۍ ته د امریکا د دفاع د پخواني وزیر مارک ایسپير هغه لیک افشا کړی دی چې له امله یې نوموړی ګوښه شو.

راپور کاږي، ایسپیر سپینې ماڼۍ ته په استولي لیک کې لیکلي، ډېری نظامي جنرالان په دې باور دي چې د افغانستان شرایطو ته په کتو په کار ده چې په دغه هېواد کې د امریکایي نظامیانو شمېر کم نه شي.

په دغه لیک کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان فرانک مک‌کینزي، مارک میلي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان سکاټ میلر نومونه هم ذکر شوي او لیکل شوي چې دوی ټول په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کمېدل د امریکا په زیان بولي.

سي ان ان وایي، دا لیک د ایسپیر د ګوښه کېدو عمده لامل دی.

راپور کې دغه راز راغلي ټرمپ به ډېر ژر له افغانستان او عراق څخه خپل ډېر شمېر سرتېري بېرته امریکا ته ستانه کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب