شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهنورستان کې د روغتياپالانو کاربنديز دوو میاشتو ته وغځېد

نورستان کې د روغتياپالانو کاربنديز دوو میاشتو ته وغځېد

تاند (سه شنبه، د عقرب ۲۷) په ختيځ نورستان کې د روغتیایي کارکوونکو د کاري اعتصاب دوه میاشتې پوره شوې، خو لا یې هم ستونزو ته رسېده ګي نه ده شوې.

ډاکتران وایي: شپږ میاشتې کېږي چې ، معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د ډاکتر سیف الرحمن په خبره د معاشونو د نه ورکړې سربېره  له دوی نور امتيازات هم ګرځول شوې دي.

په ورته مهال د نورستان ځایي اوسېدونکي بیا وایي دوه میاشتې کېږي چې، په دې ولایت کې روغتيايي خدمات ټکني دي او څوک يې غمه نه کوي.

دوی وایي که اړونده مسولین دا ستونزه حل نه کړي نو د روان ژمي په موسم کې به دوی له سختو ستونزو سره مخ شي.

بل لورته د عامې روغتيا وزارت مسولان بيا د ستونزې د حل ډاډ ورکوي.

د یاد وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکی وایي د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د اهیډ په نامه موسسې ته سپارلي او هیله مند دي چې ژر به ور وسپارل شي.

نورستان کې په ټوليز ډول ۴۲ روغتیایي مرکزونه او یو روغتون شتون لري، چې ډاکترانو یې له تیرو دوه میاشتو راهیسې د ناروغانو په مخ تړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب