پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان په کاپیسا کې ووژل...

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان په کاپیسا کې ووژل شو

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۷) د پروان ځايي چارواکي وايي، د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قوماندان نورخدا د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د والي ویانده وحیده شهکار وايي دا پېښه تېره شپه څه باندې ۹ بجې د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ګلدان په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغې زیاته کړې، امنیه قوماندان له یوې مېلمستیا څخه د کور په لور روان و، چې د ګلدان په سیمه کې نامعلومو کسانو پرې برید کړی او وژلی یې دی.

د کاپیسا د والي ویاند عبدالشایق شورش بیا وايي چې نور خدا تېره شپه د ولایتي شورا د یوه غړي مېلمه و.

د ښاغلي شورش په خبره په دغه وسله وال برید کې نور خدا او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او یو بل ټپي دی، چې پولیسو په دې هکله څېړنې پیل کړي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...