Homeخبرونهد ناټوسازمان هم افغانستان کې د سرتېرو د کمولو خبر ورکړی

د ناټوسازمان هم افغانستان کې د سرتېرو د کمولو خبر ورکړی

تاند (سه شنبه، دعقرب ۲۷) د ناټو سازمان ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د ناټو ځینو چارواکو ویلي دغه سازمان غواړي چې د امریکا له وتلو سره هم مهاله په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي.

دغه سرچینې ویلي چې ناټو سازمان به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ کسانو راښکته کړي.

دمګړی د ناټو سازمان د ګڼو غړو هېوادونو سرتېري په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي او تر ډېره یې تمرکز د افغان پوځ په روزنه او ملاتړ دی.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%b3%d9%86%d8%a7%d8%aa%d9%88%d8%b1%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b3%d8%b1%d8%aa%db%90%d8%b1%d9%88-%d8%a7%db%8c%d8%b3%d8%aa%d9%84-%d8%a8%d9%87-%d9%84%d9%87/

تر دې وړاندې ناټو سازمان ویلي وو چې دوی به د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ادامه ورکوي او تر هغه به په دغه هېواد کې حضور ولري چې ترهګري ختمه شوې نه وي.

ناټو دا هم ویلي وو چې له امریکايي ځواکونو سره یو ځای راغلي او له دوی سره به یو ځای له افغانستان وځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...