یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکه...

افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له شتون پاکه کړه

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۷) وروسته له هغې چې تېره ورځ د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول، د دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو یاده ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونه مات کړي او د هغوی له شتون څخه یې پاکه کړې ده.

د ملي دفاع وزارت نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په مرکز او اړوند سیمو کې عملیات وکړل او دغه سیمې یې له طالبانو پاکې کړې.

په خبرپاڼه کې د لسګونه طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا شوې، خو کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

یاد وزارت وايي چې په دشت ارچي کې اوس هم په تېزۍ سره عملیات دوام لري او ډېر ژر به پاتې نورې سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

دفاع وزارت بیا د سه شنبې په شپه ناوخته وویل، چې د کندز په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې هغه مهال ۳۷ طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو یې حمله وکړه.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب