شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد فارياب قیصار ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ موټربم بريد شوی

د فارياب قیصار ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ موټربم بريد شوی

تاند (سه شنبه، دعقرب ۲۷) د فارياب امنيتي چارواکي تاييدوي، چې د دغه ولايت د قیصار ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ لومړی موټربم بريد شوی او ورپسې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې ده.

د ياد ولایت امنيه قومندان جنرال غيب الله سادات وايي؛ تېره شپه شاوخوا  ۱۰ بجې طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانګ ته د قيصار د امنيه قومندانۍ ترڅنګ چاودنه ورکړه او سملاسي طالبانو له افغان ځواکونو سره نښته پيل کړه.

امنيه قومندان وايي، چې په دې موټربم چاودنه کې دوه پولیس ټپيان شوي او  د قيصار د امنيه قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې هم تخریب شوې دي.

نوموړی وایي دوی له دې برید څخه وړاندې خبر ترلاسه کړی وو او د چمتووالی يې هم ورته نيولی وو.

خو بل لورته ځايي خلک بیا وایي چې چاودنه ډېره زوروره وه او له امله يې امنيه قومندانۍ سره خوا کې د خلکو کورونه او دوکانونه تخريب شوي چې خلکو ته يې پراخ مالي زيانونه اړولي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب