تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۷) امریکایي رسنۍ وایي ټرمپ د ایران پر هستوي تاسیساتو د برید امکان ارزولی دی.
امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز وایي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ له خپلو لوړپوړو سلاکارانو سره په ګډه د ایران پر هستوي تاسیساتو د برید ټول امکانات ارزولي دي.
ټرمپ پر دغه تاسیساتو پر برید ټینګار کړی دی خو د هغه سلاکارانو یې مخنیوی کړی دی.
په پنټاګون کې ان د ټرمپ ملاتړو چارواکو هم ویلي چې پر ایران برید به په سیمه کې یوه نوې او خونړۍ جګړه وزېږوي نو له همدې امله ټرمپ ته په کار ده چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې له دغه ډول خطرناکو اقداماتو په شا شي.
د ټرمپ د واک پای ته رسېدو لپاره یوازې دوې میاشتې پاتې دي خو هغه لا هم پر داسې انتخابونو کار کوي چې کېدای شي د امریکا راتلونکي حکومت ته د سر درد شي.