Homeخبرونهفنلنډ:له افغانستان سره د مرستې لپاره شرایط سختېږي

فنلنډ:له افغانستان سره د مرستې لپاره شرایط سختېږي

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۷) فنلنډ وایي له افغانستان سره د مرستې لپاره لا ډېر سخت شرایط وضع کېږي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې ویلي دي نړیواله ټولنه به له افغانستان سره د مرستو لپاره تیاری ولري خو ددې مرستو د ترسره کولو شرایط هم خورا سخت دي.

دوې میاشتې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو موده پوره کېږي چې په همدې تړاو به د جینوا کنفرانس جوړېږي او افغان حکومت به له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کوي.

اوس د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د نړیوالې ټولنې شرایط دا ځل سخت دي.

هغه وايي له دې وروسته به مرستې څلورو کلونو پر ځای هر یو کال وروسته ارزول کېږي، د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه کېږي او د مرستو په لګولو کې د جدي شفافیت پر رامنځ ته کولو ټینګار کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...