جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهامریکایي سناتوران: د سرتېرو ایستل به له شرمه ډک او خطرناک وي

امریکایي سناتوران: د سرتېرو ایستل به له شرمه ډک او خطرناک وي

تاند(سه شنبه، د عقرب ۲۷) د امریکا په سنا کې د اکثریت سناتورانو مشر مک کانل له افغانستان د ټولو امریکایي سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

نوموړي د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له خپلې پرېکړې په شا شي او په وینا یې له دغه هېواد د جګړې او خطر تر ختمېدو مخکې د سرتېرو ایستل له شرمه ډک کار دی.

مک کانل دغه راز وایي چې له افغانستان په بېړنۍ توګه د سرتېرو ایستل به خورا خطرناکې او بدې پایلې ولري چې د عراق په څېر به د نوو ترهګرو ډلو د ظهور سبب شي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%b1%d8%b3%d9%86%db%8d-%d9%bc%d8%b1%d9%85%d9%be-%d8%a8%d9%87-%da%89%db%90%d8%b1-%da%98%d8%b1-%d8%af-%d9%bc%d9%88%d9%84%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d8%aa/

مک کانل همدا راز زیاته کړې چې د امریکا عجولانه وتل به نه یوازې د امریکا امنیت ته خطرونه جوړ کړي بلکې د امریکا متحدین به هم له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هغه هیله څرګنده کړې چې امریکایي حکومت د سرتېرو په ایستلو کې بېړه و نه کړي او د افغانستان مسئله عادي و نه ګڼي.

بل خوا داسې ویل کیږي چې تر راتلونکې جنورۍ به په افغانستان کې د سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي.

https://taand.net/%d8%aa%d8%b1-%d8%ac%d9%86%d9%88%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%88%d8%b1%db%90-%d8%a8%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9/

دا چې دغه پریکړه څه وخت عملي کیږي راتلونکی به یې ځواب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب