Homeخبرونهامریکایي رسنۍ: ټرمپ به ډېر ژر د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان...

امریکایي رسنۍ: ټرمپ به ډېر ژر د ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي

تاند(تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۷) ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ترمپ غواړي چې په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو اعلان وکړي او ددغه بهیر د بشپړولو کره نېټه به په ګوته کړي.

تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو ویلي وو چې ټرمپ به راتلونکې اونۍ دغه اعلان کوي.

بلخوا د امریکا په دفاع وزارت کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی د ټرمپ امر ته په تمه دي.

https://taand.net/%d8%aa%d8%b1-%d8%ac%d9%86%d9%88%d8%b1%db%8d-%d9%be%d9%88%d8%b1%db%90-%d8%a8%d9%87-%d9%be%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9/

دغه چارواکي وایي همدا چې ټرمپ فرمان صادر کړي نو د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر به پيل شي.

ویل کېږي چې ټرمپ له افغانستان د سرتېرو د ایستلو فرمان لاسلیک کړی دی خو تر دې دمه یې پنټاګون ته نه دی سپارلی.

امریکایي رسنۍ وايي د ټرمپ د واک له پای ته رسېدو پوره پنځه ورځې مخکې یعنې د جنورۍ په پنځلسمه ښايي له افغانستان د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو بهیر بشپړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...