جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفانو ته

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفانو ته

خالد سمیر
پښتون ژغورنې غورځنګ د ولس له منځه راټوکېدلی خوځښت دی چې د بې ګناه قتلونو او پر پښتنو د ظلمونو خلاف نارې وهي.
هغوی ته چې د افغانستان په اړه د یاد غورځنګ څرګندونې مداخلې بولي.
ښاغلو! تاسې چې د طالبېزم او امارت لاره نیولې؛ اړ یاست چې د پنجاب په ګټه وغږېږئ/ ولیکئ. همدغه پښتانه چې د “لر او بر یو افغان” شعارونو ورکوي، د امارتونو نامرده مشرانو (امیر عبدالرحمن او امیر حبیب الله د مالي ملاتړ یا فشار له امله) پر بریټانیوي هند وپلورل او ستاسې امارت او پلویانو یې هم د پلور هماغه لاره تعقیب کړې او د یاد غورځنګ مخالفت کوئ.
ګورئ!
دوی ځانونه افغانان بولي، افغانستان ته لوی کور وایي او په ویاړ سره احمدشاه ابدالي، میرویس نیکه، غزنوي او نور ویاړلي شخصیتونه خپل مشران بولي. په کوم دلیل هغوی پنجابیان بولئ؟ په دې دلیل چې هغوی (PTM) ترهګر د پاکستان پروژه او د لر او بر وطن د بربادۍ آلې بولي؟
دغه غورځنګ پښتانه راویښ کړل او لا یې د یووالي او منسجم کولو هڅې روانې کړې دي.
دغه حقیقت راسره ومنئ!
دلته موږ لس ځایه وېشل شوي یو، خو هغوی تر موږ (برنیو افغانانو) څو چنده زیات سیاسي شعور لري او په رهبر جوړونه کې بې ساري دي. د هغوی تېر تاریخ وګورئ! پیر روښان، خوشحال خان، باچا خان، ای. پي فقیر، خان شهید او نور مشران یې د رهبریت بې سارې نمونې دي چې میلیونونه پښتانه پرې راټول وو.
مه وارخطا کېږئ!
هېڅ مبارزې ژر پایله نه ده ورکړې
زموږ پخوانیو حکومتونو دوی وپلورل، خو دا ډول ولسي خوځښتونه لا هم لګیا دي، د ظالم او جابر ریاست خلاف مبارزه کوي. هېڅ مبارزه په لومړیو کې په زور نه ده پیل شوې. په لومړیو کې خلک د فکري لحاظه ویښ شوي او بیا یې خپلو موخو ته ځانونه رسولي دي. د اسلام د پیل او ظهور تاریخ وګورئ، لومړی د تبلیغ له لارې د باطل خلاف مبارزه پیل شوه.
ستاسې د بدګومانیو په ځواب کې!
ښایي دغه تحریک کې داسې اشخاص موجود وي چې د نورو ګټو لپاره به کار کوي، خو دا یو معمول دی. زموږ د پیغمبر په صفونو کې هم منافقان موجود وو، خو د هغه مبارک پر مبارزه او لاره یې کوم اغېز و نه کړ.
زه باور لرم، د منظور پښتین په مشرۍ د “نه تاوتریخوالي” دغه ولسي خوځښت به د پاکستان ریاست او ملګرو ته یې د عدم تشدد فلسې تر چتر لاندې په شاتو کې زهر ورکړي او بې ګناه پښتانه به ترې د تل لپاره په ارامه کړي.
زموږ ځوان رهبر منظور پښتین سره الهي نصرت او بیا د ولس ملاتړ شته، هغه مخکې او مظلوم پښتانه ټبرونه ورپسې دي.
جنګ ته دی منصور روان
توپ او نه تفنګ لري

3 COMMENTS

  1. د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په خپل ذات او ماهیت کې یو اصیل، طبیعي او پښتني غورځنګ دی چې د میلیونونو خلکو د ذهن په روښانه کولو کې یې خورا مهم رول لوبولی او لا یې هم لوبوي. دا یواځېنی غورځنګ او حرکت دی چې په ډېر جرائت او مېړانې سره د تورمخي پنجابي په زړه کې غشي ور شړي. بلې خوا ته طالبانو، مجاهدینو، ګل خانانو او د ای اس ای ډول ډول نوکرانو په دې غوځنګ پسې را اخیستې ده چې انشاالله د ټولو مخونه به تور او د دنیا او آخرت شرمېدلي لعنتیان به وي. مننه

  2. پښتون ژغورنی غورځنګ مشر منظور پښتین او درانه غړي ټول دردیدلی پښتانه دی او خاص د پښتنو یووالی ته کار کوی، دی ته کار کوی چی څنګه لر او بر افغانان له اوسنی ناورین څخه راوباسی، دوی خوځښت ولسی دی ځکه ورته پنجاب هم ګونډی لګولی کنی پخوا به یی پیسو یا په زور کینولی وای خو دا چی د پي ټی ایم شمیر ورځ تر بلی زیاتیږی یوازینی علت دا دی چی دغه ډله خلک یوازی مظلومان او اسیران دی،اوس منظور پښتین دغه ډلی ته اوږه ورکړی او رب دی کامیاب کړی
    د کور دننه ځینی غړی چی خپله یی د وسه هیڅ نه کیږی په دغو مبارزینو سیکولر او نوری ټاپي لګوی ته به وایی دا اسلام دده د پلار دی او دی د خلکو زړونو ته ننوتلی چی څوک څنګه دی .
    خو د شکر ځای دادی چی اکثریت افغانان د پي ټی ایم کلک ملاتړ کوی او د کار د پنجاب لپاره یو سردرد جوړ هم جوړ شوی دی افغانی رسنۍ باید دغه برخه کی کوښښ وکړی او د دوی غږ ټولو افغانانو سربیره ټولی نړۍ ته هم ورسوی.
    لوی افغانستان به جوړیږی پنجاب به دړی وړی کیږی، ان شاءالله

  3. We have to be togther today or tomorrow or we are going to be remov and finished. Wake up Pashton you are strong, you are best you are intellegent you lots of ablities. Use your super mind for bieng united.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب