جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاسدالله خالد: طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه په لویو ښارونو...

اسدالله خالد: طالبان د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه په لویو ښارونو کې اوسېږي

تاند (سه شنبه د عقرب ۲۷) د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، طالبان سولې ته هېڅ اراده نه لري او ښايي د دوحې خبرې هم کومه مثبته پایله ور نکړي.

ښاغلي خالد چې نن یې ولسي جرګې نه د رایې اخیستلو په خاطر خپل راتلونکي پلانونه تشرېح کول وویل، ددې پر ځای چې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره طالبانو تاوتریخوالی کم کړی وای، لا پسې زیات کړی.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو غوښتل، کندوز، غزني، اروزګان او فراه ولایتونه سقوط کړي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ او مات شول.

د هغه په خبره طالبانو په هلمند او کندهار ولایتونو کې په دې وروستیو کې جګړې زیاتې کړي چې د افغان ځواکونو له خوا ورته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ماتې یې خوړلې ده.

د ملي دفاع سرپرست زیاتوي، د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتېدو داسې ښکاري چې دغه ډله او د دوی سیمه ییز او نړیوال ملاتړي د سولې لپاره هېڅ اراده نه لري، نو ډاډه نه دی چې د سولې خبرې دې کومه پایله ولري.

اسدالله خالد د خپلو خبرو پر دوام وویل، طالبان لا هم په کوټه، میرانشا، کراچۍ، لاهور او پینډۍ کې مرکزونه او کورونه لري او ټپیان یې هملته تداوي کېږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغان ځواکونه اوس مهال ۹۶ سلنه خپله او څلور سلنه چې هوايي عملیات دي د بهرنیو مرستیالانو په مرسته مخته وړي.

دده په خبره که سوله وشي بیا هم له افغان ځواکونو پرته هېڅ ځواک او ډله د سولې ساتنه نه شي کولی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د هغه ګنګوسو او راپورونو په اړه چې ګڼې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي وویل، تر اوسه یې داسې کومه نښه نه ده لېدلې او که ووځي بیا هم افغان ځواکونه د خاورې د ساتلو چمتووالی لري.

اسدالله خالد زیاته کړه، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې افغان ځواکونه ددې وړتیا لري چې له خپلې خاورې او خلکو ساتنه او دفاع وکړي.

د ولسي جرګې د مهال ویش له مخې نن د ملي دفاع، لوړو زده کړو او عدلیې وزارتونو ته نوماند وزیران، د رایې اخیستو په موخه وکیلانو ته خپل راتلونکي پروګرامونه وړاندې کوي.

تېره ورځ د مالیې، کورنیو چارو او د بهرنیو چارو لپاره نوماند وزیرانو خپل راتلونکي پروګرامونه ولسي جرګې ته د رایې تر لاسه کولو په موخه وړاندې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب