جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد پرمختګ اصول:اروايي ستړیا| جنرال دولت وزیري

د پرمختګ اصول:اروايي ستړیا| جنرال دولت وزیري

څه نا څه په ټولو انسانانو کې دا احساس شته چې وايي «ډېر ستړی یم، نور نه شم کولای.»

مهمه نه ده چې چیرې کار کوي او په څه بوخت دي، خو تل شکايت ورسره ملګری وي. کله نا کله هغه څوک چی هیڅ کار هم نه کوي، یوازې ښه پریمانه خوري او څښي او په لس یا دولس بجو له خوبه را پاڅیږي بیا هم له ستړیا څخه په شکايت کې وي او له هغه چا څخه ډیر شکایت کوي چې کار کوي او په رښتیا ستړي وي.

ځینې خلک بیا بې له کوم دليله ستړي وي، دلیل يې دا دی چې دوی ځانته په زور د ستړي فکر کوي. که ورته ځیر شو دا جسماني ستړیا نه ده، دې ته دماغي او یا اروايي ستړیا وايي. جسمي ستړیا خو زیات وخت د سپورټ بڼه لري، چې ورسره د انسان فکري او دماغي ستړیا هم ختمېږي.

د دې ډول ستړیا باید درملنه وشي، د دې ډول ستړیا درملنه ډیره ستونزمنه نه ده خو لږ غور او دقت ته اړتیا لري. په دې هلکه باید لومړی د ستړیا علت وموندل شي. که چیرې موږ يې علت پیدا کړو، ستونزه په اسانۍ سره کولای شو چې حل کړو.

کله به مو ليدلي وي چې له کار څخه وروسته د ورځې په پای کې چې ښه ستړي شوي هم یاست، یو ملګري مو ټلیفون درته کړی وي او يوې ميلې او یا د یوه غوره فیلم لیدو ته يې بلنه در کړي وي. سره له دې چې ښه ستړي هم یاست خو بیا هم هغه بلنه منئ او هیڅ د ستړیا احساس نه کوئ. ځینې وخت به داسې هم شوي وي چې له لږ کار وروسته له تاسو غوښتل شوي وي چې یو بل کار وکړئ خو تاسو وايئ چې ستړی یم او د هغه کار له اجرا څخه بهانې کوئ. له دې څخه دا پایله اخلو چې دا ټول ستاسو په علاقه پورې هم اړه لري او د ستومانۍ عامل دماغي او یا خیالي دي.

ارواپوهان په دې عقیده دي چې د جسماني ستړیا لامل هم تر ډیره حده اروايي ستوماني ده، ځکه چې د ستړیا اصلي مرکز دماغ دی او دماغ بیا پر ټول بدن واکمني کوي.

هر ډول چې فکر کوئ په یوه شیبه کې يي اغیز پر بدن را څرګندیږي. که چیرې داسې وګڼئ چې دماغ مو ستړی دی، نو ټول ځان به مو ستومانه احساسوئ. که چیرې تاسو ستړي یاست او دماغ مو ستړيا نه مني، په هغه صورت کې د ستړیا د اغیز پوښتنه هم نه پیدا کیږي.

ځینې کسان چې ډیر شکایت کوي د هغوی په ډله کې په ډیر شمیر هغه کسان هم وي چې د خپلې پوهې او وړتيا په اندازه يې دنده نه وي تر لاسه کړې او یا د لوړ مقام هیله لري.

لنډ مهالي جسماني ستړیا کولای شو د استراحت، موزیک اوريدلو او یا د یوه ګرم حمام په اخیستلو رفع کړو، دوامداره جسماني ستړیا کولای شو د ډاکټر په مشوره کابو او د درملنو له لارې ترې ځان وژغورو.

د اروايي یا دماغي ستړیا بیا د فکر په تبدیليدلو يې درملنه کیږي.

که مو له سمو لارو د فکر پر بدلون فکر وکړ او په زور مو ځان اروايي ستړيا ته ور نه کړ، له دې سره مو حتمي د پرمختګ لاره او اصول غوره کړي دي او خپل پرمختګ ته مو لاره پرانيستې ده.

په هره دنده کې چې وو، هغې دندې ته د اهمیت په ورکولو سره يې باید په ښه شکل تر سره کړو او تر څنګ يې له خپلې لېوالتیا سره سم د بلې دندې په لټه کې اوسو، نه دا چې له موجوده دندې سره علاقه ونه لرو او د نوې دندې د پيدا کولو په بهانه خپل مسئولیت په سمه توګه تر سره نه کړو. دا د پرمختګ له اصولو سره اړخ نه لګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب