Homeسپورتد پاکستان سوپر لیګ نن د بيا ځلې لپاره پیلېږي

د پاکستان سوپر لیګ نن د بيا ځلې لپاره پیلېږي

تاند( شنبه، دعقرب ۲۴) د پاکستان سوداګریز لیګ چې د روان زیږدیز کال په لومړیو کې پېل او تر پلی اف سیالیو رسیدلی وو د کورونا له امله دا لوبې ځنډېلې وې.

اوس ټاکل شوې یاد لیګ د کراچۍ کینګز او ملتان سلطان ترمنځ لوبه چې نن ماسپښین دوه نیمې بجې پېليږي یو ځل بیا پېل شي.

د یادې سیالۍ ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه پایلوبې ته لار پېدا کوي خو بایلونکې لوبډله به  په سیمې فاینل کې لوبیږي.

د همدې سیالیو په دوام ماښام ۷:۰۰ بجې پېښور زلمي لوبډله له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبيږي.

یاده سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکې ده، ځکه که هره لوبډله لوبه بایلي له مخکې تګ څخه بې برخې، خو که لوبه ګټي نیمه پایلوبې ته به لار مومي.

د کورونا له کبله د نړۍ ستر سوداګریز لیګ ای پي ال هم له خپل ټاکل شوي ځای او نېټې پرته په متحده عربي اماراتو کې پېل چې د ممبیي انډينز په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د يادونې ده چې، کورونا وبا د نړۍ د نورو برخو ترڅنګ په کرکټ هم اغېز ښندلی، چې تر اوسه هم لوبډلې تر ډېره د نورو لوبډلو سره د لوبو برابرولو ته زړه نه ښه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...