تاند (شنبه ، دعقرب ۲۴) د ننګرهار ولايت د کرنې رياست مسئولان وايي، چې سږکال په دې ولايت کې د نارنجانو په حاصلاتو کې پنځه برابره زياتوالی راغلی.
د ياد ریاست دمعلوماتو له مخې تېر کال په شپږ سوه هکتاره ځمکه کې د نارنجانو باغونو څخه درې زره او شپږ سوه ميټريک ټنه نارنجان ترلاسه شوي و.
د ننګرهار د کرنې رئیس زیاتوي چې، شاوخوا ۴۵ کاله وړاندې د دې ولايت په شل زره هکتاره دولتي ځمکه کې د ستروسو باغونه جوړشوي او په خبره يې هر کال په کافي اندازه مالټې، نارنجان، ليمو او د ستروسو کورنۍ نور توليدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کيږي.
د يادونې ده چې اوسمهال د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسواليو کې په شخصي ځمکو کې هم د ستروسو باغونه جوړشوي او هر کال د پراختيا په حال کې دي.
خو بل لورته بزګران بیا د کرنې له ریاست نه غوښتنه کوي څو له دوی سره د مېوه لرونکو بوټو مرسته وکړي.
ننګرهار کې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د کرنيزو پوهانو په باور ځمکه يې هم حاصل خېزه ده.