Homeخبرونهدفاع وزارت: کندهار کې ۸۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: کندهار کې ۸۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه د عقرب ۲۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، افغان امنیتي ځواکونو په کندهار کې هوايي او ځمکني بریدونه کړي چې پر مهال یې ۶۰ طالبان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد وسله وال په ژیړۍ، پنجوایي، میوند، میانشین او شاولیکوټ ولسوالیو کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال ۳۰ میله وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

کندهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې پکې جګړې زیاتې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...