Homeخبرونهټرمپ د لومړي ځل لپاره پر خپله ناکامۍ اعتراف کړی

ټرمپ د لومړي ځل لپاره پر خپله ناکامۍ اعتراف کړی

تاند(شنبه، د عقرب ۲۴) ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې داسې ښوودلې چې ښايي تر جنوري وروسته د امریکا ولسمشر نه وي.

ډونالډ ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د کورونا پر وړاندې د اقداماتو په اړه یوه خبري غونډه لرله وویل، دده حکومت به ټولبندیز وضع نه کړي.

د ټرمپ په خبره دی او اداره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره هڅه کوي، خو ټولبندیز به وضع نه کړي او د راتلونکي حکومت په اړه څه نه شي ویلی.

هغه په ښکاره نه دي ویلي چې ټاکنې یې بایللې دي خو وایي چې تر جنورۍ پورې به دی بندیزونه وضع نه کړي، تر دې میاشتې وروسته بیا وضعیت نه دی معلوم چې کوم حکومت به وي او څه اقدامات به لري.

دا لومړی ځل دی چې ټرمپ ځان ناکام بولي خو په مقابل کې یې د بایډن پر بریا واضح اقرار هم نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...