جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او بارانونو ورښت...

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او بارانونو ورښت پیل شوی

تاند ( شنبه، د عقرب ۲۴) د هېواد له بیلا بیلو سیمو تر لاسه شوي خبرونه وايي چې، په سړو سیمو کې د واورو او په میداني سیمو کې بیا بارانونه پيل شوي دي.

د سالنګ تونل چې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي د لویو بار وړونکو موټرونو پرمخ تړل شوی دی.

ځايي خلک وایي د پکتیا په تیرې کنډو کې هم واوره شوې او موټر چلوونکو ته د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

د کابل په یو شمیر ولسوالیو لکه خاک جبار، پغمان او شکردرې په ځینو سیمو کې هم واوره وریدلې.

تېره ورځ د هوا پېژندنې ادارې مسوولانو ويلي وو چې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونوبه کې د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې واوره او بارانونه پیل شي

سرچينې زیاته کړې وه چې په بېلابېلو برخو کې به د ورښت کچه د ۲۰ تر ۳۰ سانتي متره وي.

عام خلک هم د باران پيل ته هیله من دی.

دوی وایي هیله لري چې په دې سره به سږنی کال هم آباد او دوی کرنيزه برخه به لا ښه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب