جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کېدو هېڅ ګټه ونه کړه

عبدالله عبدالله: د طالب بندیانو خوشې کېدو هېڅ ګټه ونه کړه

تاند (شنبه د عقرب ۲۴) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، ددې لپاره چې تاوتریخوالی کم او جګړه پای ته ورسېږي د سولې خبرو له پیلېدو سره سم طالب بندیان خوشې شول، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه.

ښاغلي عبدالله نن شنبه په هرات کې د ښځو حقونو له یو شمېر فعالانو سره په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې باید جنګ ته د پای ټکی کېښودل شوی وای، او د طالب زندانیانو خوشې کول په هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو د یوې هڅې برخه وه ، خو له بده مرغه چې هېڅ نتیجه یې ور نکړه.

نوموړي یو ځل بیا په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې په راتګ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه هغه سوله چې تلپاتې نه وي خلکو ته  منلو وړ نه ده.

تر دې وړاندې یو شمېر معتبرو سرچینو په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قوله ویلي و چې هغه د سولې د خبرو له پیل سره سم په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو یا کمېدو تضمین کړی و.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې نوموړي پرون جمعه د هرات د نهمې امنیتي ناستې پر مهال په خبرو کې وویل چې جګړه د حل لاره نه ده او طالبان باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%ae%d8%a8%d8%b1%d9%88-%da%a9%db%90-%d9%be%d8%b1%d9%85%d8%ae%d8%aa/

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ښايي طالبان د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو یا کمېدو په بدل کې د موقت حکومت د جوړولو غوښتونکي وي.

افغان دولت بیا په ځلونو د موقت حکومت له جوړېدو سره غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېچا ته به د موقتې ادارې د جوړېدو اجازه ورنه کړي.

6 COMMENTS

  1. اوس یې غول په خوله کې ورکړئ چې هره ورځ به یې نارې وهلې چې بندیان ولې نه خوشې کېږي. اوس داسې خبرې کوي چې وښيي چې دا خو له موضوع بیخي خبر هم نه و. دا څومره بې شرمه سړی دی.

  2. الله تعالی ج فرمایی :
    «وَ الصُّلْحُ خَيْرٌ»

    د کورنۍ ، کلیوالو او هېوادوالو ترمنځ سوله بهتره او خیر دی.
    اسلام تر ټولو وروستي او کامل الهي دین دی ، اسلام د سولې اوبشریت لپاره د خیر دین دی. سوله هغه حالت ته ویل کیږي چې د متخاصمو او دښمنو خواوو ترمنځ جنګ ، جګړه او نزاع نه وي . پر یوبل د اعتماد او باور په فضا کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره خلک په خپلو کارونو مصروف وي . د دوی ترمنځ حسنه او نېکې سیاسي او اقتصادي اړیکې موجودې وي .
    په سوله کې مسلمانانو ته د عزت او شرافت شرایط برابریږي ، د مسلمانانو ترمنځ وحدت او اتفاق ټینګیږي .
    اما د جنګ په حالت کې د مسلمانانو عزت او حیثیت لوټل کیږي . اقتصادی حالت خرابیږي او د مسلمانانو ترمنځ بې اتفاقي زیاتیږي .

  3. ښاغلي سهاکه دا سړی خو يو ترهګر دي او بي ګناه رلميان دده په لاښوونه وژل شوي دا ترهګر بايد محکمه شي
    خو ستا ظلم خوله په دي ګونګه ده چه ووايي وو د ترهګر څومره ظلم يي کړي دي بايد قانوني چاند ورسره وشي
    تاسو دد قاتل له خپلوانو ټپوس کړی چه له د قاتل سره بايد کوم چلند وشي ليکن ته په دومره شرمي سره د صلح بابولالي ويي.
    يو ملت بايد ځوره بدبخته وی چه داسي وحشيان د هغوی د سرکښي دعوي کوي
    اف اف تاسف ستاسو ملايانو له قضاوت نه د خدای دا اولس ساتي.

  4. ګران واک صاحب ، که زما لیکنه یوځل بیا ولولې ،ما د چا طرفداري نده کړې . صرف د الله ج هدایت مونږ مسلمانانو ته ذکر کړی دی . زما مقصد عام دی که په سوله کې خیر نه وي تاسو ووایاست چې ولې .
    په جنګ کې حلوا نه وېشل کیږي . دواړو خواوو ته تلفات او خساره رسیږي . هرې خواته افغانان وژل کیږي . هرڅومره چې دا جنګ اوږدیږي د افغانانو غمیزه اوږدیږي. که مونږ کرکه او عصبیت خپور او تبلیغ کړو تاوان یې زمونږ لوی کور افغانستان ته رسیږي او د مسلمانانو وینه بهیږي.

  5. که د سولی د تړون انګلیس متن وویل سی نو دا به زر مالومه سی چه تالبانو د امریکایانو او د هغوی د ملګرو په مقابل کی د تاووتریخوالی کموالی منلی دی.
    اوس چه د کابل اداره، ناتو، او امریکایان دا خبره کوی هغه د قطر د تړون خبره نده. امریکایان د پورتنی خبری د اجمال نه سوء استفاده کوی.
    مونږه په یوی لیکنه کی دا ویلی وو او ناتو مو خرابکاره بللی وه؛ اوس همهغه خبرابکاره خبره ډیره تکراریږی. مونږه ټول افغانان د هغه تړون د متن ویلو ته راغواړو چه د څه دقت نه وروسته مالومه سی چه د تړون محتوا څه ده او اوس چه داوربند خبری کیږی هغه د سولی لپاره رښتیا هم ګته لری او کنه.
    دا ده اوس څو میاشتی تیری شوی چه دا قید په اصرار سره تکراریږی خو بیا هم نه اوربند او نه تاووتریخوالی کم سو. مونږه یقین لرو چه همدا خبره به نوره هم په آینده کالونو کی په زور زور تکرار سی: بیا به هم جنګ وی او کشتار. په سلهاوو زره افغانان به د همدی خبری په سر قربانی سوی وی. زمونږ دی خبری چه څه مخ ته مو کړی وه د متعصبو کسانو په دماغ بده لګیدلی وه، خدای دی وکړی چه هغوی اوس زمونږ په خبره پوه سی او د تعصب له مخی هره مخالفه خبره رده نکړی.
    د کابل اداری او د تالبانو نه جګ زمونږ خوږ دین دی او وطن. په دی اصل باندی بنا باید د دواړو طرفونو کړه وړه تحلیل او قضاوت ته وسپارو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب