Homeخبرونهدکرکټ د ملي ټيم لوبغاړی ميرویس اشرف غلو لوټ کړی

دکرکټ د ملي ټيم لوبغاړی ميرویس اشرف غلو لوټ کړی

تاند( شنبه، دعقرب ۲۴)  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الرونډر لوبغاړی میرويس اشرف وايي د کندز د شېرخان بندر په لويه لاره غلو ترې هرڅه واخيستل او په خپله مخه لاړل.

هغه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: « د کندز شیر خان بندر لویه لاره او د غلو بې ډاره لوټ ماري او بې ساری پرفامنس هغه هم د امنیتي پوستو په شتون کې، د ورځې ۳ بجې د پنجشنبې ورځ مورخ ۱۲ م د نومبر، موقعیت د دشت ابدان ګولای، ظالمانو غلو له ملګرو سره سم وایټ واش کړو.»

د نوموړي له دې ليکنې وروسته د هغه د پاڼې څارونکو په ټولنيزو شبکو کې پر امنيتي منسوبينو سختې نيوکې کړي.

دوی له مسولینو څخه د ورته کړنو په مخنیوي کې د کوټلو ګامونو اخېستو غوښتنه کړې.

د دې سربېره په کابل کې هم د وسله والو غلو او لاره شکوونکو په تړاو په دې وروستیو کې شکایتونه ډېر شوي دي.

په ټولنیزو رسنيو کې د کابل له غلو د شکایتونو په ډېریدو سره د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل د امنیت د ټينګولو مسؤلیت په خپله غاړه واخېست، خو ليدل کېږي چې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...