شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل ښاريان؛ دوی د باران پرمهال پرعامه لارو لامبو وهي

کابل ښاريان؛ دوی د باران پرمهال پرعامه لارو لامبو وهي

تاند ( شنبه، د عقرب ۲۴) د ژمي د موسم د بارانونو پيل سره سم د کابل ښار پر عمومې لارو سېلابونه جاري شوي.

په ټولنيزو شبکو کې د کابل ښاریانو لیکلي چې، د باران پرمهال کابل کې پر عمومې لارو هغه کسان تګ راتګ کولای شي چې، لامبو وهلی شي.

دوی وایي کلونه کېږي چې دکابل ښار په کانالېزېسيون سيستم کې دا ستونزه شتون لري خو اړونده ادارو تراوسه د دې غمه نه ده کړې.

عبدالقدوس د کابل ښار اوسېدونکی ليکي: (( نن شکر باران پیل شو خو بدبختي دا ده چې له يوه خوا کثافات او بل لورته بیا د باران اوبه په سرکونو راپورته کېږي او خلک يې سختو ستونزو سره مخ کړي دي. چارواکي بايد د دې غمه وکړي))

د ټولنيزو شبکو يو شمېر نورو کاروونکو هم ورته ستونزې لیکلي او د کابل له ښاروالۍ يې ښارپاکۍ ته د جدي پام غوښتنه کړې.

دوی وایي کابل د هېواد مرکز دی خو، چاپېريال ته يې په کتو هېڅ داسې نه برېښي.

عام ښاريان وایي که حکومت د کابل ښار پاکوالي او په تېره بیا د کانالېزېسيون سيستم منظم کړي نو هیڅکله به دا ستونزه رامنځته نه شي.

هڅه مو وکړه په دې تړاو د کابل د ښاروالۍ نظر هم ولرو خو له اړيکو سره سره بیاهم بريالي نه شو.

1 COMMENT

  1. دا د شلکلنی نظام د ناکامی شاهدی ورکوی.
    د ښاروالی اوله دنده داوی چه د هری اوبادی له منظورولو نه مخته د اوبادی د سټرکچر د قوت او بی ضرری وګوری، داوبادی کانالایزیشن، د خلکو موافقت، او د لیارو ترانسفورتی ازدحام په نظر کی ولری. په هغه سربیره زوړ ترانسپورتی خطونه مطالعه او عموما د چټلی او بارانونو د اوبو د ایستلو لیاری او تونلونه د ضرورت له مخی نوی او پراخ کړی.
    په کابل کی د عام سرکونه سره د اوبو لپاره چریګانی سته خو له خاورو او چټلیو نه ډکی وی. د ناحیاتو په داخل کی مرداری اوبه په کوڅو کی روانی وی.
    که پاکستان افغانستان اشغال کړی وای نو تمه به کمه وای. دا چه د دنیا پیشرفته دولتونه راغلی او افغانان وژنی او د کابل ښار یی لا تراوسه د افریقایی دولتو نه په څیر چټل ساتلی دی ډیره د خواشینی خبره ده.
    هغه د ملت په غم مړه پلانګزاران او انجنیران چیری دی؟
    کابلیانو د ږیری او لمانځه په سر پردی اشغال ته هرکلی ووایو. مکتبیانو د تالبانو د ملایی په سر هغه جاهل او وحشی معرفی کړل. نو د اشغال نه وروسته هغوی ولی د پشرفت د نشتوالی په سر د کابل له دیموکراتیک دولت ځخه خپل دیموکراتیک حقونه نغواړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب