شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنه وژل شوي

د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۳ تنه وژل شوي

تاند (شنبه، د عقرب ۲۴) په کشمیر کې په دې وروستیو کې د پاکستاني او هندي ځواکونو ترمنځ نښتو زور اخيستی.

د پاکستاني پوځ له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې جګړه کې د یو پوځي په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د شپږو پوځیانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان د نښتې پیلېدو پړه پر هندي ځواکونو اچولې خو هندي پوځ بیا ویلي چې جګړه پاکستان پیل کړې او په پایله کې یې د دوی څلورعسکر او څلور ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

هندي پوځ یو ځل بیا ویلي چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله ترهګر د دوی تر واک لاندې سیمو ته ولېږدوي خو پاکستان بیا دا تورونه رد کړي دي.

تېره ورځ هم د دواړو لوريو ترمنځ په نښته کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

https://taand.net/%d8%af-%da%a9%d8%b4%d9%85%d9%8a%d8%b1-%d9%be%d8%b1-%d9%be%d9%88%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%a7%d9%88-%d9%87%d9%86%d8%af%d9%8a-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88/

1 COMMENT

  1. يو ناوړه سياست چې هرځای قرباني عام وګړي دي
    د انګريزانو په دسيسه جوړ شوی جعلي هيواد چې نوم يې ورته پاکستان ايښی ټول کارونه يې د اسلام اومسلمان په ځپلو تمام شوي.
    نه هند غيرت کوي چې خپل حريف مات کړي او نه افغانستان دولت مشران هڅه کوي چې پښتونخوا خپله وګڼي همدا ده چې د پنجاب سترګې ورځ تر بلې سرې کېږي او د زبرځواکونو عمليات دوی مخته وړي.
    ترڅو چې پنجاب وي دې سيمه کې امن نه راځي خصوصاً ګران هيواد افغانستان کې.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب