په ژوند کې هره پېښه د انسان د زغم په اندازه وي او خدای د تحمل توان ورکوي.
کله چې په ژوند کې د چا د خوښې خلاف کار کېږي، ډېر جدي يې بايد ونه نيسي او ځانته د انديښنو غر جوړ نکړي.
ولې؟
ځکه چې که چېرته يو کس پېښه جدي ونيسي، د محرک پر وړاندې دا ډول عکس العمل کولای شي چې ژوند ورته لا سخت او د زنده ګۍ هره لحظه يې له ډېرو کړاوونو ډکه کړي.
زه کوچنی وم، د مور ناروغۍ ډېر خفه کړی وم، هره شپه به مې په خوب کې ليدله چې خدای مکړه له موږ به لارې جلا کړي او له حقيقي نړۍ سره به وصل شي.
هره شپه به مې تر ډېره په ويښه تېرېده، چې بې موره به شم او حتی کله به داسې هم وشول چې آن د سر بالښت به مې په اوښکو لوند شو، مګر الحمدلله مور مې تر ننه ژوند کوي، خدای دې د روغ صحت سره سره ورته لا اوږد عمر او ډېر عزت، پداسې حال کې ورکړي چې رب يې موږ ته هم د پوره پوره احترام کولو توفيق را په برخه کړی وي.
همدارنګه د پلار تر ناروغۍ وروسته به چې کله ځانته شوم، بې واره به مې له سترګو اوښکې روانې شوې. وېرېدم به که پلار مې ومري، زه به پدې دومره لويه او نا اشنا دنيا کې څنګه خپل ژوند کولو ته دوام ورکوم.
تر دې چې کله به له کور نه ښار ته تللم او موټر کې به يوازې وم له سترګو به مې په همدې فکرونو کې ناڅاپه اوښکې راغلې، لنډه دا چې په ورځني ژوند کې مې ډېرې ګډوډۍ راغلې وې.
د پلار د مړينې کومه وېره مې چې درلوده، هغه ژر رښتيا شوه، د پلار د سر له سيوري او ډاډ نه محروم شوم، د اندېښنو په ګرداب کې وار د مخه روان وم مګر دا مهال يې لاهو کړم.
ورځې شپې تېرېدې د پلار دعا چې په ژوند کې يې خدای خدمت را نصيب کړی و، د هغې پرمټ مې وکولای شول او خدای توفيق راکړ چې د ټولو چارو واګي مې په لاس کې واخيستل.
د تشې ډکول خو يې ناسمه خبره ده، اما د پلار ټول کارونه او پلانونه مې پداسې شان مخته يوړل چې هيڅ د نيوکې ځای پکې نه ليدل کېده.
له دې ډول ترخو تجربو وروسته مې وويل، چې هر ژوندی موجود د مرګ لپاره پيدا دی، يوه ورځ به خامخا مري او همدا يوازينی حقيقت دی چې د نړۍ ټول انسانان پرې د نظر اتفاق لري او مني يې.
کومې وېرې چې موږ د ژوند په مختلفو برخو کې تصور کوو او ځانته پرې ژوند ستونزمنوو ډېرې کمې رښتيا کېږي، نو ولې داسې وکړو؟!
تر دې وروسته بيا له يوې بلې پېښې سره مخ شوم چې هغه مې د مشر ورور په سر د مرمۍ لګېدل وه.
دا وخت څه ناڅه غښتلی شوی وم، د ژوند ډېرې سختې مې ليدلې وې، له ځانه سره مې وويل چې هر څه د خدای له لوري دي.
رنځ ورکوونکی، رغوونکی، روح اچوونکی او روح اخيستونکی د ارواحو مالک لوی الله دی.
ډاکټرانو د عمليات پر مهال ويلي وه چې ٩٥ سلنه يې د مرګ امکان دی. سره له دې بيا هم ما ځان ډاډه کړی و، خپل خپلوان او ډېر ښه ښه دوستان مې د ملاتړ لپاره په څنګ کې وو، خو د وراره سرو سترګو او رېږدېدلي وجود به مې ټوله پياوړتيا له منځه وړله او يوې داسې وېرې به مې په ذهن کې ځای نيوو چې اصلاً هغه د خدای خوښه نه وه او هيڅ پېښه نشوه.
د ورور د معيوبيت لپاره به مې احساسات را باندې غالب شول، ډېر به خفه شوم، تر دې چې يوه ورځ ډاکټران را باندې پوه شول او د علت پوښتنه يې وکړه، ما خپل ټول دروني حالت ورته بيان کړ.
د طبيبانو کور ودان، ډاډه يې کړم،
مګر زما زړه نه منله چې دا دې ښه شي، خو شکر ټول وهمونه او شکونه مې دلته هم غلط ثابت شول، ځکه چې اوس لله الحمد ښه جوړ تيار دی او خپل بچيان پرې راټول دي.
لنډه دا چې دېته ورته ډېرې سختۍ مې وګاللې، خو تر سختيو يې ما ځان په بېځايه اندېښنو ډېر خراب کړی و.
د روزګار کومې ناسازې چې په ما راغلې، د هغې له عواقبو مې چې کومه وېره درلوده، ټولې ناسمې ثابتې شوې او ما يې پر وړاندې ښه مقاوت وکړ.
بله دا ما چې په ژوند کې تر ننه څه غوښتي ټول مې الحمدلله حاصل کړي. کله چې ژوند کې داسې کېږي، نو ولې ووېرېږو او کار ونکړو؟!
بېځايه وهمونه او اندېښنې شاته وغورځوﺉ، کوم اهداف چې لرﺉ ژر لاس په کار شﺉ چې خپلو هيلو ته ورسېږﺉ.
هغه وېره چې موږ او تاسې مخکې له مخکې د يوه کار له واقع کېدو څخه په زړه او ذهن کې ځای پر ځای کوو، په سلو کې پنځه يې هم نه پېښېږي، خو دا ډاډه ويلی شم زموږ د اهدافو مخه سل سلنه نيولی شي او خپلې خوشالۍ په لوی لاس له ځان نه پرې اخلو.
زه اوس بدل شوی يم او د ژوند له هر ډول حالت نه خوند اخلم.
تاسې هم د بدلون هڅه وکړﺉ او وړاندې لاړ شﺉ.
حقپال دیره دیره مننه…….
اسلام علیکم…….
ډیره اړینه موضوع مو څیړلی حقپال صاحب محترم، الله مو په قلم، ګوتو، مال او هال کښي برکت کړه، چی ټولنی ته د لا خدمت جوګه شۍ