شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنيويارک ټايمز: د القاعده شبکې دوهم مهم غړی د امريکا په غوښتنه...

نيويارک ټايمز: د القاعده شبکې دوهم مهم غړی د امريکا په غوښتنه ايران کې وژل شوی

تاند ( شنبه، دعقرب ۲۴) د امریکا استخبارتي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د القاعده شبکې دوهم کس او د بن لادن د زوی کونډه درې میاشتې وړاندې د تهران په پاسداران سيمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو په غوښتنه د اسراییل د استخباراتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

نيويارک ټايمز لیکلي چې عبداالله احمد عبدالله د القاعده شبکې دوهم مشر بلل کېده او نوموړی په ۱۹۹۸ کال کې په افريقا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونه طراحي کړي وو.

د دې راپور له مخې، عبدالله احمد عبدالله، چې د ابو محمد المصري په نامه پیژندل کېده د اګست په اوومه د تهران په پاسداران سيمه کې د دوه موټرسایکل سپرو لخوا ووژل شو.

سرچينه وایي په دې پېښه کې د هغه لور مریم، چې د حمزه بن لادن ښځه وه، هم وژل شوې ده.

په ورته وخت څلورو استخباراتي چارواکو نيويارک ټايمز ته ويلي چې دا عملیات د امریکا په غوښتنه اسراییلي استخباراتي مامورینو کړي دي.

د سرچینې د اسامه بن لادن زوی او ځايناستی حمزه بن لادن د تېر کال په اسد میاشت کې د امریکا په تروریستي ضد عملیاتو کې د افغانستان او پاکستان په په پوله کې ووژل شو.

دغو امنيتي سرچينو نيويارک ټايمز ته ویلي چې، ابومحمد المصري تر پنځو کلونو په ايران کې زنداني وو.

له دې وړاندې ايرايي رسنيو راپور ورکړی وو چې دوه لبناني وګړي چې يو يې د تاریخ استاد ۵۸ کلن حبیب داوود، او بل د هغه لور ۲۷ کلنه مريم په تهران کې وژل شوي دي.

د ایران مهر خبري اژانس راپور ورکړی و، په دې پېښه کې چې د یوه موټرسايکل سپاره له لوري د موټر چلوونکي خوا ته ۵ ډزې شوي چې ۴ مرمۍ پر موټر لګېدلي او پنځمه له سیمې څخه پر یوه بل تېرېدونکي موټر لګېدلې ده.

دا خبري اژانس زیاتوي، ۵۸ کلن ابو محمد المصري د القاعده شبکې له بنسټګرو شمېرل کېده او آن ویل کېده چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته به د القاعده شبکې مشر شي، خو د اسامه له وژل کېدو وروسته ايمن الظواهري د القاعده شبکې مشر شو.

په ۱۳۹۶ کال کې د امريکا استخباراتي ادارې ویلي و چې حمزه بن لادن په ایران کې واده کړی دی.

کلونه همدا موضوع مطرح وه چې د اسامه بن لادن کورنۍ له افغانستان نه ایران ته تللې او هلته ژوند کوي.

هغه مهال د اسامه د دوو زامنو سعد او حمزه نومونه اخیستل کېده او ویل کېده چې دا دوه کسان د القاعده شبکې په رهبرۍ کې مهم رول لري.

د یادونې ده چې، د القاعده شبکې بنسټګر د۲۰۱۱ م کال په مې میاشت کې د امريکايي ځواکونو له لوري په ایبټ اباد کې د پاکستان د پوځي اکاډیمۍ ترڅنګ ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب