Homeخبرونهولسمشر غني: علماء دې د امرالله صالح په مشرۍ د کابل په...

ولسمشر غني: علماء دې د امرالله صالح په مشرۍ د کابل په امنیتي ټیم کې برخه واخلي

تاند (شنبه د عقرب ۲۴) ولسمشر محمد اشرف غني د امرالله صالح په مشرۍ د نن سهار د شپږ نیمو بجو غونډې ته ورغلی او د کابل د امنیتي ټیم د کارونو او پرېکړو ملاتړ یې کړی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي غني د کابل امنیتي ټیم ته ډاډ ورکړی چې د زرواکو په فرمایش به د یاد ټیم هېڅ یو غړی هم له دندې لرې نه کړي.

ولسمشر غني ویلي: «زه به تاسې یو هم د زورواکو په فرمایش له دندو لرې نه کړم، د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول مهمه برنامه ده او باید په جدي توګه تعقیب شي،تر هغو چې کابل په اساسي توګه امن نشي، د شپږ نیمو بجو امنیتي ټیم به نور هم تقویه شي، د منابعو له پلوه به د دغه ټیم د پیاوړتیا لپاره ټولې منابعې په کار واچوو.»

ښاغلي غني زیاته کړې که دغه ټیم د موثرو او ذهنیت جوړونکو برنامو لپاره هر وړاندیز لري، هغه به اجرا کېږي.

نوموړي دغه ټیم ته ویلي چې د قانون په تطبیق کې وېره ونه لري او د قانون د پلي کېدو لپاره د دولت له نرم او سخت قوت څخه معقوله استفاده وکړي او قانون ماتونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

د ارګ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ولسمشر غني د امرالله صالح په مشرۍ په یاد امنیتي ټیم کې د علماوو پر اساسي ونډې اخیستلو ټینګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې ویلي چې ډېر ژر به د جرایمو طرحه لاسلیک کړي، څو قانون ماتوونکي پوه شي چې د شپږ نیمو بجو ټیم د ټول نظام ملاتړ له ځان سره لري.

1 COMMENT

  1. علما به د اهریمن ناصالح سره بدنامه سی.
    غنی باید د قانون پوهانو په څنګ کی علماوو ته پوره قدرت سپارلی وای. او ددی دوسیو د حل و فصل لپاره یی خاصه استملاکی او املاکی قضایی څانګه ټاکلی وای ترڅو هر څه په اسانه سرته رسیدلی او قانونی شکل یی پیدا کړی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...