جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ماین چاودنې ۵ ملکي وګړي وژلي

کندهار کې ماین چاودنې ۵ ملکي وګړي وژلي

تاند (شنبه د عقرب ۱۷) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماین چاودنه کې پنځه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، چې نن سهار د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې د ملکي خلکو پر زرنج موټر سایکل د سړک غاړي ماین چاودنه شوې چې له امله پنځه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .

د احمدي په وینا ټپیان د کندهار میرویس روغتون ته انتقال شوي .

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چې تازه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې، خو چارواکي وايي لا هم د ښخ شویو ماینونه خطر شته چې دوی یې د شنډلو لپاره هڅي کوي .

دا په داسې حال کې ده چې نن د زابل په مرکز کلات ښار کې په ځان وژونکي موټر بم حمله کې درې ملکیان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه ددغو دواړو پېښو مسؤلیت کوم چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب