جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح او حمدالله محب د ولسي جرګې نننۍ استجوابیه غونډې ته...

امرالله صالح او حمدالله محب د ولسي جرګې نننۍ استجوابیه غونډې ته حاضر نه شول

تاند (شنبه د عقرب ۱۷) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتلو ډډه وکړه.

نن ولسي جرګې د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د شوي برید په اړه ناسته لرله، خو بې نتیجې پای ته ورسېده.

دغې جرګې د تېرې چهارشنبې په ورځ پرېکړه کړې وه چې د امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په ګډون د یو شمېر امنیتي ادارو چارواکو د وروستیو امنیتي پېښو په تړاو ځواب ویلو لپاره ورغواړي.

جرګې ته د امرالله صالح او د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په ګډون د ملي امنیت سرپرست احمد ضیاء سراج، د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود انداربي ورغوښتل شوي و چې نور ټول حاضر، خو صالح او محب دواړه نننۍ غونډې ته حاضر نه شول.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، که اصولي تشریفات رعایت شي، اجنډا جوړه او قانوني استنادونه ذکر شي، چمتو دی د جرګې په استماعیه غونډه کې برخه واخلي.

نوموړی ځکه ولسي جرګې ته ورغوښتل شوی و چې په دې وروستیو کې ورته د کابل ښار د امنیت د تنظیم چارو مسؤلیت ورسپارل شوی و.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا ویلي، چې دی اجرایوي صلاحيت نه‌ لري او يوازې د امنيت شورا سکرتريت پر غاړه لري او حاضر نه دی چې په استجوابيه غونډه کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست صلاحيتونه د ملي امنيت شورا او د ولسمشر لومړي مرستيال ته لېږدول شوي دي او امنيتي بنسټونه صلاحيت نه لري.

یاد چارواکي، ځکه په داسې مهال ولسي جرګې شوي وو چې په دې وروستیو کې په کابل امنیتي پېښې زیاتې شوي دي.

تازه نن د طلوع نیوز نن د کابل ښار اړوند څلورم مکروریان سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

https://taand.net/%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%98%d9%88%d8%b1%d9%86%d8%a7%d9%84%db%90%d8%b3%d8%aa-%db%8c%d9%85%d8%a7-%d8%b3%db%8c%d8%a7%d9%88%d8%b4-%d9%be%d9%87-%db%8c%d9%88%d9%87-%d8%a8%d9%85%d9%8a-%da%86%d8%a7/

تر دې مخکې د تېرې دوشنبې په ورځ پر کابل پوهنتون برید کې ۲۲ کسان ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. د کابل ښار امنیت او یو شمېر نورو ستونزو کې تر ډېره د ولسي جرګې دیوشمېر وکیلانو پټ او ښکاره لاسوهنه محسوسیږي. له کومې ورځې چې امرالله صالح د کابل ښار د امنیت لپاره د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو ترڅنګ درېدلی دی ، د دغو مغرضو وکیلانو د ونډ سهمیه کمه شوېده . غلا ، وژنې ، چور ، تهدید تر یوې اندازې کم شویدي او د وکیلانو د خولې مړۍ یې ترې اخیستې ده . د خارجي لاسوهنو او مداخلو ترڅنګ د ځینو وکیلان او خصوصا هغوي چې د مسلحو بانډونو درلودونکی دي وارخطا معلومیږي . له همدې کبله دوی د امرالله صالح د بدنامولو لپاره د نورو تروریستي ډلو په خوا کې کله په پوهنتون حمله کوي او د ګل په شان د علم په ګاڼه سنبال ځوانان وژني او یا په موټرو کې چسپکي ماینونه ږدي .
    بنا د ټولو امنیتي ادارو پام د نورو تروریستي او انسان وژونکو ترڅنګ د وکیلانو او د هغوی د جنګي ډلو او غلو حمایت کوونکو ته هم متوجې اوسې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب