جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeمقالېد سوريې په جګړو کې د سپينې خولۍ والا خلک څوک دي

د سوريې په جګړو کې د سپينې خولۍ والا خلک څوک دي

شننه: عبدالله لغمانی
د سوريې جګړه چې له ۲۰۱۱ ميلادي کال څخه راپيل شوې ده له امله يې په سلګونو زره له خپلو مېنو جلا په عربی او اروپايي هېوادونو کې مهاجر شول او تر اوسهمال پورې شاوخوا ۴۰۰ زره کسان په دې جګړو کې وژل شوي دي  او په سلګونو زره نور پکې ټپيان شوي دي اوسمهال یې دولت د هېواد د بېلابېلو سيمو د کنترول راوستلو په درشل کې دی او څه باندې ۷۰ فيصده خاوره یې ترخپلې ولکې لاندې راوستلې ده او د پخوانيو جنګي کلونو په پرتله پکې د هغو ورځو په پرتله په ځينو سيمو کې يوڅه کراري جوړه شوې ده.
د سوریې جګړه ددې څو کلونو په جریان کې څو اړخيزه وه او بېلابېلې ياغي او باغي ډلو د سوريې د حکومت پر وړاندې په وسله واله مبارزه لاس پورې کړی و په دې ډلو کې  جهادي وسله وال، د داعش جګړه مارانو او حکومتي ناراضيانو سربېره ترکیه، امریکا،، اسرايل اروپايي ټولنه، عربي هېوادونه، ايران، روسيه اوځینې نور بهرني هېوادونه هم هلته ښکېل دي.
په دې جګړه کې بېلابېلې ډلې راوټوکېدې او ځينې ډلې یې د سوريې د حکومت او د هغوی د ملاتړو له لوري له منځه ولاړې او يا يې مشران ووژل شول.
په دې لړ کې يوه مشهوره ډله د (سپين خوليو) يا د سپينو خوليو White Helmets والا ډله وه چې په زرګونو کسان یې درلودل  د برتانوي James Le Mesurier لخوا چې د برتانوي استخباراتو (ايم،ای ۶) مامور و  په ۲۰۱۳ کې بنسټ اېښودل شوی دی دا ډله چې ځان بې پرې او ناپېيلې ګڼي، وايي چې داوطلب کسان پکې په جنګي سيمو کې د غيرنظاميانو د دفاع لپاره راټول شوي دي او د هغو د مرستې لپاره هلې ځلې کوي خو د سوريې دولت یې د دوی پر وړاندې په تبليغاتو او د برتانيا او نورو اروپايي هېوادونو لخوا په تمويل تورنوي دوی وايي چې دا سازمان او مشر یې د برتانوي استخباراتو او نورو ته کار کوي او  همدارنګه زياتوي چې د خلکو د ژغورنې په نامه هغو ورانو محلونو ته ځانونه رسول اوبيا به یې زخمي خلک په بې رحمانه ډول وژل او له خاورو لاندې کول او بيا به یې دغه له خاورو لاندې کسانو او ورانيو څخه ويډيوګانې کولې او لويديځو مطبوعاتو ته به یې لېږلې چې دلته د سوریې د دولت لخوا په ډېره بې رحمي سره خلک وژل کېږي او د بېګناه خلکو قتلونه کېږي.
 د دوی مخالفين وايي چې دوی به وحشتناکه صحنې جوړولې او ددې لپاره چې د نړۍ د خلکو اذهان د سوریې د حکومت پر وړاندې بدل او منفي کړي بيا به یې لويديځو رسنيو ته لېږلې. مثلا د سوريې د حلب ښار ازادي چې د سپين خوليو والا ډلې بيا ددې ښار کې بېګناه خلک وژلې او بيا یې د ويډيوګانو له لارې مستند کړي او نړيوالو ميديا ته يې لېږلي و چې د سوريې د دولت لخوا د حلب په ازادي کې په عامو خلکو قتل عام شوی او بېګناه خلک وژل شوي دی.
دغه مخاليفين یې وايي چې د نړۍ په ټولو جنګي سيمو او د جنګ په ميدانونو کې سره مياشت او سورصليب کار کوي خو دلته د نړۍ د ټولو هېوادونو برخلاف داسې يوه ډله کار کوي چې د پرديو لخوا تمويلېږي او لوری او جهت یې هم معلوم دی. د دوی ځينې ويديوګانې او د عيني خلکو سره له مرکو معلومه شوه چې د سپينو خوليو والا کسانو به له وسله والو مخالفانوله اوږو څخه وسلې ايسته کولې او بيا به یې په مړينې راټولول چې وښيي چې د سوريې دولتي ځواکونو يه عامو خلکو بمبارونه کړي او دبېګناه کسانو خونې یې ورانې کړې دي.
دوی په دې ډول هڅه کوله چې تور سپين او سپين تور خلکو ته وښيي او هڅه یې دا وه چې د سوريې د دولت د نسکورولو لپاره د نړۍ د خلکو ملاتړ او د دولتونو ملاتړ راجلب کړي او وکړای شي په دې برخه کې ځان برياليتوب ته ورسوي.
ددې ډلې مشر برتانوی James Le Mesurier د تېر۲۰۱۹ کال په نومبر کې په ترکيه کې په مرموز ډول مړ شو، خو مطبوعاتو داسې انعکاس ورکړ چې نوموړي د خپل کور له کړکۍ ځان راغورځولی او ځان یې وژلی دی.
د دې ډلې منتقدين وايي چې دوی په ځلونو، ځلونو جنګي صحنې داسې ترسيم کړې دي چې ګواکې د سوریې د دولت متحدينو په بې ګناه خلکو قتل عام کړی او کيمیاوي وسلې یې پرې استعمال کړې دي.
ددې کړۍ وروستۍ سناريو په ۱۳۹۷ لمريز کال کې دوی جوړه کړه چې د سوريې په دوما ښار باندې د سوريي ځواکونو حملې داسې وښيي چې ګويا کيمياوي وسلې یې استعمال کړې دي او ددې صحنو په انځورولو سره یې د القاعدې او نورو ډلو ته له دې سيمې څخه د وتلو لاره برابروله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی