Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره ۳۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

د پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره ۳۷۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

تاند(شنبه، د عقرب ۱۶) د پیسو نړیوال صندوق اجرایيوي پلاوي ویلي چې دغه صندوق د افغانستان ملاتړ لپاره د ۳۷۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت یوه هوکړه تصویب کړې ده.

دغه صندوق ویلي چې دغه مرسته به د کورونا ناروغۍ او له کورونا وروسته حالاتو سره د مبارزې او مدیریت، د اصلاحاتو پلي کول، د اقتصادي او ټولنیز سکټور ملاتړ، د ښې حکومتولۍ پیاوړتیا، له فساد سره مبارزه، د ثبات او د لوی اقتصاد ساتل، له پایدارې ودې څخه ملاتړ، د بیوزلۍ کموالی، زیربنایې پروګرامونو او نورو اړوندو برخو کې ولګېږي.

د یاد صندوق د چارواکو په خبره، د دغې مرستې له جملې ۱۱۵ میلیونه ډالر د بیړنیو اړتیاو لپاره ځانګړي شوي دي او نورې به یې په مرحله‌یي ډول افغانستان ته ورکړل شي.

1 COMMENT

  1. دغه پیسې د مشخصو کړيو او مافيا لاس ته ورځي هغې به پرې مزې کوي افغانستان او افغانانو ته يې کومه ګټه نه رسيږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...